fbpx
لیدلوري

 داعش په سیمه کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو لپاره نوې پلمه ده

لیکوال افغان جرګه

د امریکا اشنا غږ راډیو په یو راپور کې وايي چې یو امریکايي حکومتي چارواکي ویلې دي چې داعش دا مهال په افغانستان کې په امریکا د مستقیمي حملې کولو توان پیدا کړی دی.

استخباراتي چارواکی وايي چې چې داعش تر بل هر وخت زیات اوس په ټولنیزو رسنېو په امریکا کې خپل فعالیت زیات کړی دی ځکه چې دوي غواړي د ټولنیزو رسنېو له لارې هلته له خلکو سره اړیکه ټینګه کړي ترڅو په بریدونو کې ترې ګټه واخلي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې یو څو ورځې وړاندې ولسمشر غني په ننګرهار کې د شینوارو مشرانو سره د یو غونډې په دوران کې د داعش ماتې اعلان کړه.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرل جوزف ووټل هم ویلې دي چې داعش د امریکا د امینت لپاره یو ستر ګواښ دی او دوي اوس په افغانستان کې د دې ظرفیت پیدا کړی دی چې په امریکا حملې وکړي.

دا خبرې ټولې په داسې یو حساس وخت کې رامخې ته کېږي چې له یوې خوا امریکا له طالبانو سره د افغانستان د برخلیک په اړه خبرې کوي، نو له بلې خوا بیا د داعش په اړه غږېږي. لکه د تل په څېر باید افغانان په یاد ولري چې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د وخت تروریستانو او اشرارو یوازی بېرغ، شعار او نومونه بدلون کړی دی. امریکا هم دا مهال په ورته یو میکانیزم باندې لاس په کار شوې ده او دوي اوس په سیمه او په افغانستان کې د خپل اوږدمهاله شتون او د سترو قوتونو د رقابت په خاطر په سیمه کې د داعش په پلمه پاتې کېدل غواړي. ولسمشرغني دې په ځان کې لږه توره پیدا کړي او باید له خپلو سټرټیجیکو دوستانو څه د دې بیانونو په اړه وضاحت وغواړي.

Leave a Comment