fbpx
لیدلوري

د لوړې او ټیټې کچې خبرې یوازی یو سوداګریز اعلان دی

لیکوال افغان جرګه

وايي چې لیونی چا په کلي کې نه پرېښودو او هغه ویل زما اس د خان لالا کور کې وتړئ. طالبانو ویلي چې ملا برادر به یوازی په هغو مذاکراتو کې ګډون کوي چې د امریکا د بهرنېو چارو وزیر په کې ګډون ولري پرته له دې روانې ناستې د هغه کچې نه دي چې ملا برادر په کې ګډون وکړي. شاید یا خو د طالبانو حافظه خرابه شوې وي، یا يي په دې دا ملت او ولس ړوند او کوڼ ګومان کړی وي او یا هم سپین بادار او تور مريي ورته په غوږ کې وايي چې څه او څرنګه به وايي؟

څو ورځې وړاندې خو په رسنېو کې ستاسې پنجابک بادار همدا سورنا او ډولکی ډنګولو چې ګواکې د ملا برادر سره سفري‌ اسناد نه شته نو ځکه به د قطر په دفتر کې ګډون ونه شي کړای برعکس تاسې اوس دا ډنډورې غږوئ چې ګوندې اوسنی غونډه د ملا برادر د ناستی د کچې نه ده.

خبره د کچې د لوړوالی او ټیټوالي نه ده بلکه افغان دولت او ملت مخکې له دې چې دغه پوښتنه را اوچته کړي په قطر دفتر کې شرکت کوونکي طالب استازو سره اسناد له کومه شول نو دوي زر دا ببولاله وغږوله چې ملا برادر د کچې ناسته نه ده. افغان دولت باید په قطر دفتر کې د ټولو شرکت کوونکو طالب استازو د پاسپورټونو او اسنادو په اړه پوښتنه وکړي چې طالبان د چا په پاسپورټونو سفرونه کوي؟

دا د لوړې او ټيټې کچې او د سټیټس خبرې یوازی د امریکا او پاکستان له خوا طالبانو لپاره یو سوداګریز اعلان دی.

Leave a Comment