fbpx
لیدلوري

که جګړه د امریکایانو نه ده نو په دې جګړه کې يي رول څه دی؟

لیکوال افغان جرګه

ولسمشر غني په مونیخ کې په یو ناسته کې وویل: یو غلط تاثر چې وجود لري دا دی چې دا جګړه د امریکا ده البته دا جګړه د امریکا نه ده. دا زمونږ جګړه ده او مونږ وکولای شول چې په تېرو څلورو کلونو کې د دوي د عسکرو مرګ ژوبلې ګراف تر ۶۴ عسکرو ته راښکته کړو همدارنګه د افغانستان په جګړه کې مو د امریکا لګښتونه هم په لویه کچه راکم کړي دي.

ولسمشر غني د افغانستان د جګړې یو تعریف خو وکړو چې دا د امریکا جګړه نه ده نو بیا په دې جګړه کې د امریکا رول څه دی؟ دلته د دوي لنګرګوټونه د څه لپاره دي؟ که ځواب دا وي چې دا زمونږ سټرټیژیک دوستان دي نو بیا سټرټیژیکو دوستانو ولې مونږ په خپلو پښو په تقریباً دوه لسیزو کې ونه درولو؟ ولې يي مونږ پخپل ځان بسیا نه کړو؟

بله پوښتنه دا چې تر اوسه ولسمشر غني او ملي یووالي حکومت د دې تعریف نه دی کړی هغه دا چې د افغانستان روان ناورین کورنۍ جګړه ده او که باندینۍ تپل شوې؟ د دې سره بیا بل سوال راپورته کېږي او هغه دا چې که کورنۍ ده نو بیا هم د کورنۍ جګړې په مخه نیونه کې امریکا کوم موثره رول درلودلای دی؟ او که کورنۍ نه ده او دا یو نباتي او تپل شوې جګړه ده نو بیا دا پوښتنه څنګه ځوابوي چې امریکا ولې په اتلسو کلونو کې د دغې جګړې مخنیوئ ونه کړو؟

همدارنګه د سولې مربوط هم باید دا پوښتنه وشي چې امریکا له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره بیا څه کوي چې چڼې وهي؟ ایا امریکا په افغانستان طالبان راتپل غواړي که څنګه؟ اوس دلته د امریکا رول هېڅ مالوم نه دی چې منځه ګړیتوب کوي که د جګړې یو لوری دی؟ که لوری دی نو د چا پلوی دی؟ د طالب که د دولت؟

که د دولت ملګری دی نو بیا په قطر کې يي ورته ولې دفتر خلاص کړی او پړې يي په طالبانو کې اچولې وي کله يي قطر ته، کله اسلام اباد ته او کله یوځای او کله بل ځای ته يي کش کوي؟

Leave a Comment