fbpx
سیمه او افغانستان

کرزی څه وايي؟

لیکوال افغان جرګه

په ټولنیزو او خواله رسنېو کې هره ورځ یو پروپاګن ډېر کېږی چې ګواکې پخوانی ولسمشر واک غواړي. ډېرو پرې تور لګولو چې ګواکې موقت حکومت غواړي او چا یو او چا بل څه مګر د هغه وروستي اقداماتو ثابته کړه چې د دې هېواد د یو ملي مشر او سپین ږیري په حیث نه واک غواړي، نه موقت حکومت ایجادول غواړي او نه هم په حکومت کې کوم سهم. څه چې غواړي هغه د افغانستان د کشالې حل او روان ناورین ته د پای ټکې. پخواني ولسمشر کرزي وروستې هڅې د ملي یووالي حکومت سره مرسته او د سولې په اړه ولسي اجماع او لویه جرګه راغوښتل هغه څه دي چې دې پرې له پخوا څخه ټینګار کولو او اوس داسې ښکاري چې ولسمشر غني او کرزی دواړه د سولې په خبرو کې تر ډېره حده په یو فکر شوې دي. که څه هم ولسمشر غني د لوي جرګې تل مخالفت کولو مګر وروستې اقدام يي ښايي چې دواړه په دې سلا شوي چې د سولې په برخه کې د ولس نظر هم واخیستل شي نه هم یوازی امریکايي، د هېواد دننه د سیاسي کړېو او سیمه ایزو هېوادونو هڅو ته سترګې په لاره پاتې شو

د بي‌ بي سي سره وروستۍ مرکه کې پخواني ولسمشر کرزي په زغرده وویل چې موقت حکومت د افغانستان مسله نه یوازی هواراولی نه شي بلکه د ۹۰مې لسیزې په څېر د ډاکټر نجیب حکومت د سولې پلان د ناکامېدو په اړه هم وغږېدو چې بیا هغسې حالات تکرار نه شي.

Leave a Comment