fbpx
ډاکټر خادم حسین کوزه پښتونخوا

چې یو اووژني نو مونږ د بل تر وژلو دردیږو

‎چې یو اووژني نو مونږ د بل تر وژلو دردیږو. بیا بل وژني او بیا بل وژني. هم دا پرون یې راته امجد محسود اووژلو چې د بابړې نه راواخله تر بشیر بلور، راشد حسین، هارون بلور، نقیب شهبد، طاهر داوړ شهید او ابراهیم ارمان شهید پورې رانه دا ټول هیر کړي. مونږ د زرګونو شهیدانو وارثان نه هیرول کوو، نه مستعمره کیدو ته تیار یو. د زمونږ خا‌ؤره ده او ددې مالکان هم مونږه یو.

‎د انسانانو او بیا د کلهم قامونو ازارول، تشدد پرې کول،
‎ بندي کول، قتلول، وژل، قبضه کول، زورول او مستعمره کول د هر کتاب، هرې عقیدې ، هر دستور، هرې فلسفې او هر قانون تر مخه تر ټولو لوې جرم او تر ټولو لویه ګناه ده. دا ریاست، ددې واکداران، ددې پنجاب، او ددې اشرافیه له کلونو راسې په دې جرم او په دې ګناه کښې ککړ دي. پښتانه افغانان او بلوڅان یې هم ایغ په نیغه او هم د ساختیاتي تشدد په ذریعه او سرائېکیان، سندهیان، ګلکتیان ، بلتیان او کوهستانیان یې د ساختیاتي تشدد په لاره ازار کړي، وژلي، او مستعمره کړي دي. نو ځکه د پاکستاني ریاست د واکدارانو په ضد مزاحکت لازمي دی. داسې مزاحمت چې دوامداره وي، بشپړه وي او د عدم تشدد په بنا ولاړ وي.

Leave a Comment