fbpx
سیمه او افغانستان

امریکا د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي

لیکوال افغان جرګه

امریکايي جنرل جوزف ووټل د سنا پوځي کمېټۍ ته د وینا په وخت وویل: پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امریکا تر ټولو نژدې دوست او همکار هېواد دی او د افغانستان د کشالې د حل په هره برخه کې به د پاکستان د ګټو خوندیتوب به یقیني کوي. د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرل جوزف زیاتوي: پاکستان د دې لپاره چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمال نه کړي نو ځکه يي له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي او دغه اړیکې يي خرابېدو ته نه دي پریښي. جنرل جوزف همدارنګه د قطر په مذاکراتو کې د پاکستان رول ستاینه وکړه او زیاته يي کړه چې دا موقع پاکستان رامنځته کړې ده. امریکايي جنرل لکه د نورو امریکايي سیاسي او پوځي لوړپوړو چارواکو په څېر په پخوانېو فرضیو شخوند وواهه او دا يي یو ځل بیا له پامه وغورځاو چې افغانستان یو مستقل او خپلواک هېواد دی. افغانستان د پاکستان، امریکا، هند او یا هم د سیمې د کوم بل هېواد مستعمره او یا د هغوي مالکیت نه دی چې امریکا به يي سرنوشت ټاکنه د نورو په لاس کې ورکوي.

د امریکايي جنرل دغه خبرې نه یوازی دا چې کټ مټ د جي ایچ کیو د ویاند په ډول برېښي بلکه د سولې په برخه کې د امریکا وروستۍ منډې ترړو څخه هم پرده اوچتوي چې امریکا غواړي افغانستان یو ځل بیا لکه د ۹۰مې لیسزې په څېر پاکستان ته حواله کړي. افغان حکومت باید ددغو خبرو وضاحت وغواړي او امریکايي لنګرګوټیانو ته دې په ډاګه شي چې نباتي او تپل شوې سوله په هېڅ ډول مونږ ته د منلو وړ نه ده، بلکه مونږ تاسې [امریکا] ته هم اجازه نه درکوو چې د سترو قدرتونو د تقابل او سیالۍ په دې مهم او سټراټیژیک وخت کې افغان خاوره د بل پرضد استعمال کړئ.

 

 

Leave a Comment