fbpx
شریف شیرانی مقالې

“زه ولې ارمان جوړ نسوم؟”

لیکوال شریف شېرانی

زه ولې “ارمان” جوړ نسوم؟ دغه پوښتنه شاید چې د تاریخ په اوږدو کښې یې هر دویم سړی له ځانه وکړي. خو دا وخت زه له خپل ځان سره احتساب کوم چې زه ولې ارمان لوڼی جوړ نسوم؟ دا ځکه چې زما او د ارمان لوڼي مرام یو وو. موږ دواړو د خپل اولس او قام سوله، سواد او سوکالي غوښته. زه او ارمان په نژدې سیمه کښې سره اوسېدلو او په مینځ کښې مو یو ډېر قوي تړون هم وو. زما او د ارمان لوڼي لپاره حالات یو شانتې وو، خنډونه یو رنګه وو او امکانات هم یو رنګه وو خو زما او د هغه تر مینځ، پر اساس د رول، ډېر لوی توپیر موجود وو.

د بلها یاداښتونو ملګری ارمان لوڼی زما د ډاډ سړی وو. ما د هغه پر پاتا (فاتحه) د تاثراتو پر پاڼه څه داسې ولیکل چې، “ښاغلی ارمان لوڼی زما لپاره هر څه وو، او اوس چې دی نسته نو زه هغه توري نه لرم چې د ارمان لوڼي لپاره یې دلته ثبت کړم. ښاغلی ارمان لوڼی د خپل وخت، سیمې او عصر خوشحال وو. شهید ارمان لوڼی هغه څوک وو چې زیاته باور پر کېدلی سو.” د “نر شهید افغان شهید ارمان شهید” په اولسي لقب نومول سوی ارمان لوڼی اوس د هیڅ پېژندګلوۍ احتیاج نه لري. شهید ارمان لوڼی اوس د تاریخ برخه ګرځېدلی او موږ ته یې د اولس پالنې یو دروند بار پرې ایښی دی.

ممکن ډېر خلک به د یو اوږد ژوند لرلو هیله کوي مګر د شهید ارمان لوڼي غوندې په شهادت رسېدل به هم دا وخت د یو شمېر خلکو او قامي وګړو “ارمان” وي. ولې چې شهید ارمان لوڼي د خپلې خاورې او ملت لپاره دومره څه کړي، چې حساب یې ساتل هم ممکن نه دی. مګر دا څرګنده ده چې زما غوندې ډېر خلک که څه هم د ارمان لوڼي پر لاره تلل وغواړي خو جوړېدل یې ممکن نه دي. دا ځکه چې ارمان لوڼی په ډېرو ټکو، له موږ څخه ځانګړی وو او ډېر داسې خصلتونه یې درلودل چې د مځکې پر سر یو بشر یې ممکن و نه لري!!!

تر هر څه لومړی، شهید ارمان لوڼی د خپل هدف، تحریک او لښکر لپاره په هر ډول یو قوت وو. هغه د ژوند تر اوسترۍ ساه پورې د تحریک لپاره کمزوري و نه ګرځېد. ارمان لوڼي د خپل قام او ملت لپاره د ژوند هره لحظه وقف کړې وه. هغه په کښېناستو او ولاړېدو کښې د قام لپاره ګټه ګرځېدلی وو، مګر زه داسې بشپړ شاید چې نه وم. ارمان لوڼي له هیچا سره هیڅ ډول تعصب نه درلود، هغه د تیارو په ضد راوتلی وو او له تیارو سره یې هم داسې نفرت نه کولو چې ګوندې تیارې دي ورکې سي، بلکې هغه دغه تیارې په رڼا بدلول غوښتې، مګر پر ما په دغه وخت کښې تعصب یا نفرت دومره زور وو، چې د تیارو وجود له مینځه وړل د رڼا استازیتوب وګڼم.

ارمان لوڼی یو ښه ترتیب کوونکی وو. هغه پر تنظیم لرلو ډېر باور درلود، او چې هر کله به یې د یو تنظیم تابیا ونیوله، نو به یې داسې ساز کړ چې په هغه تنظیم کښې به نه دننه او نه له دباندې څه نیمګړتیا ښکارېدله، مګر زه داسې هنر نه لرم او زیاتره پرېکړې مي معروضي وي او څه نا څه کمی راڅخه پکښې پاتې سي. شهید ارمان لوڼی د امن او رڼا پالونکی وو، هغه به ټول ژوند د رڼا او امن لپاره هلې ځلې کولې. هغه به د چا وجود مسخ کولو ته نه پرېښود او دا غوښتنه به یې کوله چې هر څه دي د فطرت له قوانینو سره نژدې پاتې سي. هغه دومره رښتیا ویونکی وو چې دومره رښتیا ویل به یو بشر له ممکن نه وو، مګر په رښتیا ویلو کښې یې خپله رایه بېله ساتله او چې د رایې ورکولو وخت به راغلی نو دومره قوي او دقیقه رایه به یې وړاندې کړه چې بله خبره به نه پکښې جوړېده.

په اولسي ژبه پوهېدونکي شهید ارمان لوڼي دا استعداد هم درلود چې اولسونه به یې په اسانه او هوسا ژبه پوه کول. که څه هم هغه له دریځ او تقریرونو څخه لیرې پاتې سو مګر چې څومره لږ ویل یې وکړل، هغه یې دومره اسان او جدي وکړل چې نه پکښې څه شک رامنځته سو او نه څه پوښتنه راپیدا سوه. همدغه هنر وو چې له مرګ سره یې و اولس ته د ارمان لوڼي شهید د لا زیاته اورېدلو “ارمان” پرېښود. نن هر سړی دغه “ارمان” کوي چې ولې ارمان دومره لږ و ږغېدو. مګر د دې علت دا وو چې هغه به زیاتره وخت پر عملي کارونو مصرف کولی. د پښتون ژغورنې غورځنګ هرې جلسې او غونډې ته به تر هر چا لمخه رسېدلی او تر هر چا به وروستو له هغه ځایه د ارمان لوڼي پل لټېدلی. ارمان لوڼی د هغه قول په څېر وو چې، “خبرې په نه کړلو ختمیږي او کار په کړلو…”

د ارمان لوڼي شهید د علم او پوهې کچه د هغه مېچورټي او سنجیده والی وو. هغه په ساعتونو ساعتونو نه ږغېدلی مګر په دوو لیکو کښې به یې هغه خبره وکړه چې تا به هډو سنجولې لا نه وه. له اشارو کنایو یې ډډه کوله او د سیاست، ادب او ټولنیزو علومو په اړوند به یې داسې څرګندونې کولې لکه دی چې د ګڼت math یا سیاینس په ژبه ږغیږي. د غورځنګ لپاره دومره رښتنی او پالونکی وو چې تر پایه موږ له هغه څخه د غورځنګ د رازونو په اړوند څه نه واورېدل. که څه هم موږ دواړه د جبر په ولقه کښې وو مګر ده به نېغه خبره کوله او ما به تر ژبه لاندې…

شهید ارمان لوڼی د ارسطو هغه “سپر مېن” ستر شخصیت وو چې، “د مشقت پر وخت به تر هر چا وړاندې وو، مګر د ستاینې او پېرزوینې پر مهال به تر هر چا وروستو وو. ده به پر هره وړه خبره ځان نه وژلو مګر له ځینو موقعیتونو ورستو به ورته ژوند هیڅ باک نه درلود. دی به همېش د رښتیا ویلو پر ځای حاضر وو. ده به د بل مرسته کوله خو ځان له به یې د چا مرسته نه غوښته. دی و ستاینې ته نه پسخېدی او نه ورته یو څیز لوړ رتبه ښکاره کېدو. ده به تاذیله نه کوله او له ډېرو لږو څیزونو سره به یې ځان تړلی. دی له حالاتو ډېر ګټه اخیستونکی وو. دی د ډېر ږغېدو خواهي هم نه وو……” ارمان لوڼی د ستر خوشحال هغه دستار تړونکی وو چې هم یې خصلتونه لرل او هم ورسره د هنر وسله وه. هغه به د ملګرو داسې پام ساتلی چې یوه ګړۍ به هم د احساس دروند بار نه ښکارېدو. ارمان لوڼی په پښتو ژبه ږغېدو مګر دومره قوي احساس به یې ورکولی، که چیرې دی ګونګی هم خلک به د ده په اشارو ډېر ژر پوهېدلی.

شهید ارمان لوڼي پر خپلو ملګرو کلک باور کولی او د ملګرو لپاره هم د کلک باور نخښه وو. هر ملګري به له ده سره خپل مشکل شریکولی او ده به یوازې هغه ته د حل لاره نه ښودله بلکه د حل لپاره به یې یو وسیله هم ګرځېدلی. ارمان لوڼي دومره ساده ژوند تېرولو چې کله به یې هم په محفل کښې و چا ته د خپل شتون احساس ور نکړ، مګر د محفل لپاره دومره لازم هم وو چې کله به دی په محفل کښې نه وو نو ګړۍ په ګړۍ به یې د نه شتون احساس کېدلو. مګر په ما کښې دغه خصلتونه او هنرونه نه وو. زه ویره کونکی وم، زه ژر اضطراب ته لوېدلم. زه به ژر خواشینېدونکی وم. په ما کښې د څیزونو لپاره تاذیله (تادي) هم ډېره وه. ما که به رښتیا هم ویلو مګر خپله رایه او خوښه ناخوښه به مي پکښې څرګندوله. ما به ګړۍ په ګړۍ و محفل ته د خپل وجود احساس ورکولی او ما به د ځان په شا هم، په “ښه” یادېدلو هیله لرله.

ارمان لوڼي د ژوند هر ساعت د قام لپاره تېرولو، مګر ما له به احساس پیدا سو چې ګوره لږ ډېر حق خو د ځان هم سته. ما چې به د قام لپاره کار کولی نو به ځینې دایرې لکه ملګري، کورنۍ او خپلولي راڅخه پاتې سوې، مګر ارمان لوڼي و دې ټولو ته هم وخت ورکولی او د دوی په ګټه پرېوتلی او ټولنې او قام ته هم هغومره جدي وو لکه چې ده به نه کور درلود او نه ملګري یا ټبر… کله کله فکر کوم چې ارمان لوڼي خو دومره ژوند و نکړ او په تانده ځواني کښې شهید سو مګر ده به څنګه و دې دومره خلکو ته وخت ورکولی؟ داسې یو څوک، هغه که فرد وي که انجمن، خپل وي که پردی، نسته چې ووایي، “ارمان لوڼي و ما ته وخت را نکړ، ما له یې ځواب را نکړ، له ما سره یې و نه خندل، زما پوښتنه ګووږنه یې و نکړه، زه یې له یاده ووتم یا یې زما له کبله پر بل کار باندې اغېز پرېوت…” نو داسې ارمان لوڼی جوړېدل خو به د هر چا “ارمان” وو!!! ما به هم پتېیله چې د ارمان لوڼي وخت، زمان او مکان شاید چې له دې نړۍ څخه نه وو. هغه شاید چې د بلې نړۍ، د بل کهکشان په حساب لګیا وو!!!

ارمان لوڼي و خپل کار ته حتمن حساب لګولی مګر دغه حساب به یې د فقط د نتایجو پر اساس لګولی، نه دا چې د ځان لپاره به یې څه پکښې کتل.

ارمان لوڼي نه له شخصیاتو کرکه کوله نه یې له نظریاتو سره څه عناد ساتلی. د هغه مخالفت یوازې له حالاتو سره وو. هغه د نظریو او شخصیتونو په جوړولو کښې د حالاتو رول مهم ګڼلی. همدا وجه وه چې هغه به هر وخت د حالاتو د سمولو هڅه کوله او د دې لپاره یې د پراخ اولسي تړون تصمیم نیولی وو.

شهید ارمان لوڼي ویره بېخي ځان ته نه پرېښودله. ولې چې د هغه په نظر ویره د یو بشر له داخل څخه رازېږي او دی په خپل وجدان کښې بېخي روڼ او ځیرک وو. مګر زه ډېر د تذبذب ښکار سړی یم. زه کله کله پر ځان هم شکمن او بې باوره سم.

ارمان لوڼي د خپل ژوند سواد هم د ټولنې په سواد کښې لیدلی. دی د یوې ګړۍ لپاره هم په دې باور نه وو چې په ټولنه کښې د څه بدلون څخه بغیر دي د ده ژوند ژواک مثبت تغیر ولري. خو زه به ډېر ځله پښېمانه سوم چې ولې ته د ټولنې پر ځای خپل ذات ته کار نه کوې.

شهید ارمان لوڼي ته کله هم دا فکر نه وو چې ګواکې دی خو یوازې د خپل مرام لپاره کار کوي او نور خلک قرار ناست دي. دی دومره ډاډمن وو چې که به امکان وو که نه، مګر پر خپل وخت او مقام به یې په کار لاس پورې کولی او دې ته به یې نه کتل چې دی خو دلته یواځې دی. دی هم زړور وو، هم یې ننګ کولی.

ارمان لوڼي نور هم بې شمېره خصلتونه لرل، مګر دا وخت یې زه له بیانولو څخه عاجز یم. ولې چې هغه به ما ته د ده په خاطرو کښې ګړۍ په ګړۍ، وار په وار راڅرګندیږي. او زه به یې احساس کوم چې دا خو هم د ارمان لوڼي خوی وو او دا خو هم د ارمان شهید ځانګړنه وه.

ارمان لوڼی به و خلکو ته تر ډېره یاد وي چې د هغه هر ساعت او هر حرکت به یوه خاطره ضرور لري، مګر ارمان لوڼی به و خلکو ته ځکه هم ډېر ور یادیږي چې خلک کله هم خپلې نیمګړتیاوې احساسوي نو د هغو بشپړ شکل به د ارمان لوڼي په روح کښې ویني. هر هغه ځانګړتیا، چې یو څوک یې باید تمنا ولري، به د ارمان لوڼي په شخصیت کښې موندل کیږي، نو تاسو یاد لری چې د ژوند په یو نه یو پړاو کښې به هر سړی یو وار د ارمان لوڼي غوندې جوړېدو، احساس کوي مګر هر وار به هغه د خپل بشري جبلت له کبله په دې کښې پاتې راځي.

د خپل جانان شهید ارمان شهید له یادونو سره ژوند تېرول به څومره اذیت راکړي، د دې اندازه هر هغه چا ته سته، څوک چې یوه ګړۍ هم د ارمان لوڼي شهید تر څنګ پاتې سوي وي. خیر دی که زه ارمان نه جوړېږم هم، خو دا به وایم که مي لاس بر سي د ارمان شهید بدل به ضرور اخلم!!!

زه د “ارمان” غوندې جوړ نسوم
زما به دا ارمان تر عمره پورې وینه

 

Leave a Comment