fbpx
د پښتون ژغورنې غورځنګ کوزه پښتونخوا

ګلالۍ اسماعیل چېرته ده؟

لیکوال افغان جرګه

د ښځو حقوقو فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د شهید ارمان لوڼي د قتل په غبرګون کې د احتجاج پر وخت نیول شوې ده، راپورونه دي چې اوس له نوموړي زندان څخه کوم نامالوم ځای ته وړل شوې ده. د ګلالۍ اسماعیل سره نور نیول شوي ځوانان ټول د اډیاله زندان ته لېږل شوي مګر ګلالۍ اسماعیل لاتراوسه پته نه لګېږي ځکه چې ویل کېږي هغه د استخباراتو لخوا یو نامالوم ځای ته وړل شوې ده. په یاده دې وي چې په پاکستان کې د پښتون او بلوچ حقوق فعالین تل دغسې نامالومو ځایونو ته وړل کېږي او بیا وروسته يي مړی او یا هم د تل لپاره ورک شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غوښتنه هم دا ده چې د ریاستي ادارو لخوا په زرهاو ورک شوي ځوانان، سپین ږیري او مشرانو د ادرس پته دې ولګېږي او که څوک ګناهګار وي ورسره دې حساب کتاب وشي او که نه باید له زندانونو زر تر رزه راخوشې شي. د پاکستان ریاستي ادارې په ځای ددې چې پښتون ژغورنې غورځنګ ائیني او قانوني غوښتنو ته نه یوازې مثبت ځواب نه وايي بلکه دغه ادارې د پښتون حقوق فعالان په تښتولو، بندي کولو، ګواښلو او د زور او فشار د استعمال له لارې يي مخه نیسي.

Leave a Comment