fbpx
تهذیب ډاکټر لطیف یاد

اسواکا یا اسواکیان Aśvaka څو ک ول؟ 

لیکوال لطیف یاد

اسواکا یا اسواکیان Aśvaka چې په سنسکریت کې یې اشواکا هم بولي داوسني افغا نستان هغه میړني خلک وو چې پر آسونو ( آسانو) به سپریدل ، جګړه ایز مهارت یې درلود چې ځیني تاریخپوهانو دوی دافغانستان اوسیدونکي پښتانه ګڼلي دي . اسواکا دسنسکریت ژبې اشواکا او دپراکریت دژبې آس نه اخیستل شوی ویی ( لغت ) دی چې دآسونو روزونکي ته وايي . ویل کیږي چې دغو اسواکانودحضرت عیسی مسیح دمیلاد نه ۳۲۷ کلونه وړاندې په ديرې میړانې سره دمقدوني سکندر( سکندر اعظم ) دلښکرو په وړاندې مقابله کړې ده چې دوه زره آسان ، دیرش پیلان او دیرش زره پلي سرتیري یې درلودل . دغو جنګیالیو ته ځکه اسواکان ویل کیږي چې پراسونوبه سپاره وواو زغره والې جامې به یې پرتن وې او دخپلو تیرو توروسره به یې دسکندر پر لښکرو ډ له ایز یرغلونه کول .دغواسواکانو په کندهار غزني ،کابل او دافغانستان په ختیزو او جنوبي برخو کې دمقدوني سکندر دلښکروپه وړاندې په ډیرې پیاوړتیا سره جګړې کړي دي .
داسواکا نو په اړوند ما نورې ډیرې نظریې لوستلي دي . ځینې د اوسني افغانستان ټول هیواد داسواکا یا داسونو دټاټو بي په نامه یادوي ، خینې دکافرستان یا اوسني نورستان خلک اسواکا ن بولي ، ځینې هم دلرغوني ګندهارا خلک دکابل نه دسند تر وادي پورې سیمې خلک داسواکانو په نامه یادوي . دا البته دبیلابیلو تار یحپوهانو نظریات دي ، خو به هرترتیب دغه اسواکان داسانو درلودونکی خلک وو چې جګړه ایز مهارت یې درلوده او لکه چې ما دمخه یادونه و کړه دمقدوني سکندر په وړاندې په خپلو آسونو سپاره جنګیدل او دمقدوني سکندر لښکروته یې ډیره مرګ ژوبله وراړولې وه.

Leave a Comment