fbpx
ډاکټر خادم حسین سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

‎محکوم قامونه، د جنګ رومانیت او د مرګ وحشت

د جنګ رومانیت او د مرګ د یرې وحشت د یوې سیکې دوه اړخونه دي. دواړه د یو وړوکې طاقتورې طبقې د تجارت لوې ذریعې دي. داسې ښکاري چې مارکیټ او ریاست دواړه ددې طاقتورې طبقې ولقه کښې دي نو ځکه د وحشتناک رومانیت او روماني وحشت ګوزونکونکي مفکورې د عمومي انسانانو او قامونو رګونو کښې ټومبلو د پاره دوي یو بل سره مرسته کوي.

‎د تهذیبونو نه پریکیدونکی تسلسل او ارتقاء، د بشر د تکریم مفکوره او د قامي شناخت نه زیږیدلی د خا‌ؤرې دانش او حکمت ددې تجارت په لار کښې تر ټولو لوې خن‌‌‌‌‌‌‌ډان دي. ځکه نو کله د ریاستي نیشنلزم د تقدس په وسیله، کله د مصنوعي ‌‌‌‌‌‌ډیولپمنټ په نوم او کله د عقیدې او د مذهب د بقا په اندیښنه ددغه درې واړو د تحلیل کولو او ماتولو هڅې کوي. د ریاستونو ځان له دښمنان پیدا کول، د جنګ اقتصاد زیږول او د مذهبي تندروۍ ترهه ګر معیشت اودرول د انسانانو او قامونو په مړو ددې طاقتورې طبقې د سیاست ښکاره دسیسې دي.

‎نن دور کښې پښتانه افغانان، سرائیکان، بلوڅان، سنهدیان، بلتیان، ګلګتیان، کشمیریان، فلسطینیان، کردان، فلسطینیان او د نړۍ نور ‌‌‌‌‌‌ډیر قامونه د ریاستونو او مارکیټ دې جبر سره مخ دي. د ویلې کیدو او ماتیدو ددې جبر نه ژغورنې د پاره ددې قامونو ځایې کیسې خوندي کول، ددوې فولکلور ژوندی ساتل‌، ددوې شاعري او سندرې ‌‌‌‌‌‌ډیجیټائز کول، او ددوي ژبه او تاریخ د انفوټیکنالوجي په وساطت خپرول به ددې ښکار شوي قامونو د سیاسي واک د مبارزې اساس جوړوي.

‎سیاسي مبارزه باید منظمه وي، واضح مرام او تګلاره اولري، د هر قسمه تشدد، نفرت او انتقام نه پاکه وي او قام کښې باید د بیلا بیلو طبقو پریکون اوګن‌‌‌‌‌‌ډي. محکومو قامونو کښې د علم او تحقیق خاوندان او لیکوالان باید ددوي د قامي سیاست مبارزې د پاره سائنسي اساس جوړ کړي. تر ټولو مهمه خبره داده چې د وحشتناک رومانیت او روماني وحشت د مفکورې ماتولو د پاره د محکوم قامونو تر منځه په څه نه څه شکل کښې ایتلاف او اتحاد وي.

‎لازم داده چې د ګوزن پیدا کونکې مفکورې په ضد د یو نوي جهان خوب ژوندی اوساتلی شي. دا د قامي مبارزې سره سره بشري او تهذیبي مبارزه هم ده.
‎د بشر تکریم به بریا مومي.
‎پښتون ته ژوندون غواړو.
‎قامي ورورولۍ ته بریا غواړو.
‎انسان ته ژوندون غواړو.

‎خادم حسین
۶ فروري ۲۰۱۹

Leave a Comment