fbpx
سیمه او افغانستان

د ماسکاو ناسته او د خلکو توند غبرګون

لیکوال افغان جرګه

په ماسکاو کې د طالب استازو او د افغان سیاسونو ګډه ناستې په ټولنیزه میډیا ګرم بحثونه راپارولی دي چې ګواکې دغه غونډه باید په ماسکاو کې نه وای ترسره شوی. همدارنګه یو لړ شننونکي بیا دا خبره کوي چې ماسکاو ته ورغلی پلاوی ددې صلاحیت نه لري چې له طالب استازو سره خبرې وکړي. مشکل دا دی چې دې ته کله هم سوچ او فکر نه کېږي چې که طالبان د نړۍ په ګوټ ګوټ ختا په پاکستان کې له امریکایي، بریتانیاوي، جرمني، فرانسوي او د نړۍ له نورو هېوادونو له استازو سره کښېناستی او خبرې اترې کولای شي نو بیا ولې دومره ستر اعتراض په ماسکاو کې په دغه ناسته کېږي په ځانګړي ډول د ورغلي افغان هېئت؟ ایا ولس نه هېره ده چې که امریکا په افغانستان کې د طالب استازو نه د امریکا د ملي امنیت ګرنټي غواړي نو ایا مونږ او سیمه اییز هېوادونه حق نه لري چې له طالب استازو سره خبرې وکړي او د خپلو اندېښنو ځواب ومومو؟ د مالوماتو د کمښت له امله باید ا ولس ته ورپه یاد شي چې همدا طالبان په ۱۹۹۶م کې د ولسمشر کلینټن لخوا په غیرمستقیم د پاکستان له لارې حمایه کېدل ترڅو د طالبانو له لاری د مرکزي اسیا په نفتي او ګاز نل لیکو خپل کنټرول ترلاسه کړي. بله مهمه خبره دا چې که څه هم د ناستې ګډونوال به یو لړ ستونزی لري خو د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو او مذاکراتو په اړه دا دومره احساساتي خبرې اترې څوک او ولې د ولس په ذهن کې وراچوي؟

ولس باید دا خبرې په نیک شګون ونیسي او له طالب استازو سره خبرې وشي ترڅو په دې پوه شو چې هغوي څه غواړي؟ ایا د دوي په فکر او نظريه کې فرق راغلی او که نه؟ باید پوه شو چې دوي اوسنی نظام، اساسي قانون، اردو، پولیس او نورو دولتي ادارو په اړه څه نظر لري؟ او تر ټولو مهمه دا چې په دې پوه شو چې ایا دوي په ریښتینې له یو افغاني ادرسه غږېږي او که له بل ځایه کنټرولېږي؟

Leave a Comment