fbpx
کوزه پښتونخوا

د پاکستان پنځم نسل جګړې سټرټیجي د پښتنو د وژنې سټرټیجي ده

لیکوال افغان جرګه
دا څوک دي چې د پښتون قاتلانو ته يي پرته له محکمې/ماورای عدالت وژلو او قتلولو اجازه ورکړئ؟ اصل خبره دا ده چې د پاکستان امنیتي/سیکیورټي ادارو د پنځم نسل جګړه اعلان کړې ده. د پاکستان امنیتي ادارې د پښتنو او بلوچو حقوقو فعالین په دې جګړه کې تورنوي چې ګواکې د هند لاسپوڅي دي او د هغوي رسنیز/مطبوعاتي پروپاګن ته پوکي ورکوي او د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو په خلاف خلک پاڅون ته رابلي. د پنځم نسل جګړې سټرټیجي دا ده چې ټول هغه خلک چې د پاکستان امنیتي ادارو د مخ څخه پرده اوچتوي او خلکو او نړۍ ته د تورلینګي پوځ د ظلمونو په اړه مالومات ورکوي هغوي به ټول په نخښه/ټارګیټ کېږي. ځکه خو هر باشعوره پښتانه د محکمې له امره پرته وژل کېږي او قاتلان يي لکه د راو انور او د نورو په څېر په ازاد میدان ګرځي. د دغو قاتلانو ترشا د پاکستان امنیتي ادارې ولاړ دي او چا ته هم اجازه نه ورکوي چې دغه خلک دې محکمې ته کش او د کړو ظلمونو حساب کتاب ورسره وکړي.

Leave a Comment