د پښتون ځوان ارمان لوني د شهادت درد راله زړه، ذهن او ژبه درې واړه لکه چې مفلوج کړي و. د قامي او انساني حقونو د پاره پاڅون کونکي اولس سره د ریاستونو او په خصوصي توګه د پاکستان د ریاست دغه جبر اګرچې اوږد تسلسل لري خو ارمان راله په زړه کښې نه رغیدونکی درد پریخښودو. د بابړې نه راواخله تر حیدرآباد پهانسي ګهاټه پورې او د هاتهي خیلو د زنداني شهید نه راواخله د هارون بلوره، د نقیب شهید نه راواخله تر طاهر داوړه او حیات نه راواخله تر ارمان لوني د جبر د لاسه د دردونو یو بهیر دی چې د اودریدو نوم نه اخلي.
د وفا زمکې خړوب نه شوې اعظمه
ډیرې وینې مې ورکړي د زړګو دي
ټوله شپه د کرلو ریبلو او د کرب او درد د څړیکو نه وروستو یو څو خبرې ټولو پښتنو ځوانانو، پیغلو سره کول غواړم.
یوه لار هغه ده کوم چې ریاستونه د جبر په ذریعه تر لاسه کول غواړي. یعنې یا همت او حوصله بایلل او یا د تشدد جواب کښې د تشدد غبرګون کول. دا دواړه د جبر کوونکو ادارو او ریاست په ګټه تمامیږي. قامي تحریک د پاره د ارمان قرباني باید زمونږ حوصله لا نوره زیاته کړي او باید مونږ لا نور منظم توګه باندې د عدم تشدد مزاحمت ته وده ورکړو.
دویمه خبره داده چې د پښتون قامي تحریک بیلا بیلو اړخونو او تنظیمیونو کښې پریکون او شلون اوګنډو، اولس سره پریکون اوتړو او یوې اوږدې مبارزې ته ملا اوتړو چې د پښتون اولس انساني، ټولنیز، کلتوري او سیاسي حقونه اوګټلی شي. چې پښتون اولس ته ژوندون اوګټو.
ژوند یې وژلی دی سلګۍ مې وژني
رڼا یې قتل کړه سپوږمۍ مې وژني
د ګلاب پاڼې که د اور غر غنډې
خوشبویی مړه شوه لولکۍ مې وژني
بیا به په دې لارو څوک چرته راشي
بیا تورا بان دی او بدرۍ مې وژني
زمونږ د کلي پیغله داسې وائې
د قیامت ورځې دي بلۍ مې وژني
بیا د کیسو ژبه مې غوڅه شوله
بیا د ټوپک توره شپیلۍ مې وژني
خادم حسین
۳ فروري ۲۰۱۹