fbpx
ساهو برلاس کوزه پښتونخوا

پښتونخوا ته مداريان راغلي دينه

لیکوال ساهو برلاس
۱. د فرنټېر پوسټ د يوه راپور له مخې 1.6 ميلين پښتانه د طالبانو او پاکستاني پوځ د “غله او عسکر” لوبي له لاسه کډه په سر دي. کله يوې سيمي ته ولاړ شي کله بلي ته. په کيمپونو کې خوارو زار پراته وي. نه يې د درمان د پاره څه شته نه د خوړلو.
 
۲. د “ايس اے ټي پي” يو راپور ښائي چې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ پوري 11862 په خېبر پښتونخوا او 2573 په منځنی پښتونخوا کې وژل شوي دي. دا خلګ د طالب او پاکستاني پوځ په شريکو عملياتو کې مړه دي چې يو ټاکټيک يې د “ځان مرداري” بريد هم دې.
 
۳. د هم دې ادارې په وينا، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۳ پوري 4868 په خېبر پښتونخوا او 320 په منځنی پښتونخوا کې ژوبل شوي. چې پيلامه يې هم هغه د طالب خرتوب او د پوځ وحشت دې.
(بې له شکه چې د وژل شوو او ژوبل شوو خلګو شمېره به تر دې څو چنده زياته وي)
 
۴. Aser په کال ۲۰۱۲ کې ليکلي چې په خېبر پښتونخوا کې 40606 کيشنيان د ښوونځي د تګ دي خو ښوونځي ته نه ځي. د منځنی پښتونخوا په حقله که څه هم باوري راپور نشته خو درک لګېدی شي چې څومره به له ښوونځي څخه پاتې وي. لا طالب لګيا دې نړوي يې او پوځ ورپکښې ځايونه جوړوي.
 
۵. د فرنټير پوسټ يو راپور ليکي چې په پښتونخوا کې ۲۴٪ ماشومان د نيمګړي تغذيه له کبله کم توله دي. چې له يوې خوا د خلګو خواري ښکاروي او له بلې خوا د غني وطن بې واکي.
 
په داسي حالاتو کې يو څو خلګ، چې په نس ماړه، په تن پټ دي، د نه ستونځو سياست کوي. خلګو ته هغه شعارونه ورکوي چې د خلګو د ژوند له شيګړي سره هيڅ تړون نه لري. خلګ دومره وس نه لري چې خپلو بچيانو ته دوه وخته ډوډۍ وګټي، خلګ د پنجاب له خوا ګمارل شوي طالبانو وژلي، بې کوره کړي او د ژونده ايستلي دي. خو يو څو خلګ، چې په رسنۍ کې زورور ملګري لري هم په استېبلشمنټ کې، د رنځور د درمان په ځای د رنځ د ژغورلو هڅه کوي.