د نړيوال سامراج په ضد د خان شهيد مبارزه که څه هم له هره اړخه د کړاونو ډکه وه، هغه که د جېل سختۍ ګالل وي، که د خلګو ګايونه، که د خپلو بې وځله ورځ وي که د پريدئيو خنداګاني. خو د کورنۍ کړوانه داسي وي چې سړی له هره کاره باسي. که د خان شهيد سره خپله کورنۍ په دې بې سارې مبارزه کې اوږه په اوږه نه وه ولاړه نو خان شهيد ته به دا مبارزه د نه زغملو تر انده ګرانه پريوتلې وه. پخپله خان شهيد ليکي، که زما د ورور مرسته راسره نه وه نو خدای خبر چې ما قامي (سياسي) کار داسي روان ساتلی وو.
خان شهيد او ورور يې “ښاغلی عبدالسلام” چې په اول ځل په رسمي توګه بنديان شو نو د کور کارونه ټپ ودرېدل. خو مورکۍ يې د ورور (د خان شهيد ماما) په مرسته نه يواځي دا چې باغونه يې له وچېدو و ساتل، ميوه يې هم خرڅه کړه او د کور خرڅونه يې ورباندي پوره کړل. چې کله دوی دواړه د کلونو د بنده پس انګريز ايله کړل نو ورور يې د کور حالت ته وکتل چې د مور د وس (توان) وتلی وو او نورو (ماما) به تر څو کومک ورسره کړی وو. نو يې خان شهيد ته وويل چې دا قامي کار او مبارزه ډېر وخت غواړي دا د کالونو کار دی نو په موږ کې به يو کور ته وخت ورکړو او بل به قامي (سياسي) کار روان و ساتو. خان شهيد ورسره خوښه کړه او ورته و يې ويل چې تاسو د کور خذمت وکړئ زه به هم دا قامي کار پر مخ بيايم.
چې يې دې بار ته اوږه کېښوده بيا خان شهيد خپل هر څه و خپل قام ته ورکړل. خپل وخت، دولت او جايداد. ځان له يې هيڅ پرېنښودل نه يې څه وګټل. په دې حقله دوې پېښي به زموږ خبره نوره و سپړدي.
۱. کله چې د خان شهيد کورودانه په نري رنځ اخته وه او په بروري سينيټوريم کې د درمان د پاره اوسېده، په هم دې وخت کې خان شهيد استقلال اخبار خپرولۍ. د اخبار ګټه نه وه، تاوان يې دا وو چې خان شهيد خپلي پيسې ورباندي لګولې. چې ماځيګر به د ژوند د ملګري پوښتني له ورتلۍ، د سپارلۍ د کرايې پيسې به ورسره نه وې. څو ميله مزل به يې په پښو کولی.
دا کور ودانه يې بيا له دې رنځه په حق ورسېده.
۲. يوځلې خان شهيد رنځور شو. ورور يې ورله کور ته ډاکټر راوست. خان شهيد د خامتا (کرباسو) کالي پغاړه وو، يو يې څادر وو، په خونه کې يوه درۍ وېړه وه. ډاکټر خو هغه وخت څه ورته وونه ويل خو بيا يې ورور ته ويلي وو چې خان ته ووائيه د ځان سره دومره ظلم مه کوه.
داسي ژوند وو د خان شهيد. داسي ورسره د کور وګړي کړېدلي ګرځېدل. خان شهيد چې په کوم کال په کراچی کې غونډي وکړې او د خپل قام ستونځي يې په اول ځل په لوی فورم وړاندي کړې نو يې دا يقين وو چې دا ځل بلوچستان ته ولاړ شم انګريز مي نه پرېږدي، جېل ته مي بيايي. دا د ژمي شپې وې او د خان شهيد کورنۍ په جکماباد (جېکب آباد) کې اوسېده. چې کله کوټي (کوئټه) ته راروان شو نو يې د کور د ټولو وګړو سره ډېر په مينه او ارمان خدای په امانی وکړه. کوچنۍ لور چې په دغه وخت کي د يونيم کال وه او اوس يې په وړه ژبه خبري کول پيل کړي وې، يې ډېره ارمان شوه. چې کوټي ته راغلی نو د ده انديښنه رښتيا شوه. پيرنګي بنديوان کړ.
خان شهيد ليکي چې ”د پاکستان د جوړېدو پس چي زه په کور کي بند وم او بيا ناڅاپه په اګست ۱۹۴۸ کي جيل له روان کړم، چي زه څه وخت خدای پاماني (لپاره خپل مور) له ورغلم، نو د شپږو اويا کالو دې بهادري پښتنې راته ويل: زويه پر خدای دي سپارم، که څه هم باور مي دی چي زما نو اوس ډېر ژوند پاته نه دی، چي ته راځې زه به نه يم، او زه به دي بيا ونه وينم، خو دا د کور بند ماته څه زنانه غوندي کار ښکاري، تردې جېل ښه دی“ بيا يې شکل کړم او زه ورځني ولاړم.
”او رښتيا مو بيا نه سره وليدل، زه په مچ جېل کي وم، چي دا ميړه مخه پښتنه په کال ۱۹۴۸ء کي مړه شوله، د مرګ په وخت يې زما خپلوانو د سرکاره زما لپاره په پيرول د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه، چي څه ناولده خبره نه وه ډېرو بنديانو ته ورکول کېده، او اوس هم ورکول کېږي، خو خپل مسلمان سرکار رانه کړل، چي تر ننه د کورنۍ د ډېرو خلکو د زړه داغ دی“.
ډاکټر حامد خان اڅکزی ليکي:
دا خبره تل و مخې ته راځي يا را څخه پوښتل کيږي ګاى د ټيلي وژن، ګاى د راډيو او اوس دا دى د څيړنغونډې مشر وائي چې خان شهيد د پلار په توګه څنګه وو؟
زما دپاره پر دې خبره كول ګران دى ولې چې مونږ بابا د پلار په حېث ډېر کم ليدلى وو يا مو پيژاندۀ خو د څيړنغونډې د جوړوونکو او برخه والو په حېث د يوۀ مشر رهبر لارښود ليکوال او يو ښۀ لوستي سړي او پر اسلامي ګروه (عقيده) ټينګ مسلمان په حېث مو پيژاندى هغه ځکه چې زۀ د پينځو کالو ماشوم وم چې بابا د شپږو کالو د بنده را خوشى کړل شو او خپل کلي ته راغلئ نو د کلي په مينځ عنايت الله کاريز كښې د شا او خوا کليو خلګو او د عنايت الله کارېز خلګو او خپلوانو ئې ښۀ تود هرکلى وکړ چې له موټره راکوز شو نو د خان شهيد يوۀ ملګري خداى بخښلي مولاداد اکا چې ګنډه پور ؤ او د کومباري کار ئې ډېر ښۀ زده ؤ زۀ په غيږ كښې وم، بابا ته ئې ور پورته کړم چې دا حامد دى.
تر دې د مخه مونږ نۀ ؤ سره ليدلي. ولې چې زما د زېږيدو پر وخت دى په جېل كښې وو.
مشر محمود خان اڅکزي و يوې خبري غونډي ته په هغه مهال، چې دوی ويل سياستمدارانو څه کړي؟ وويل چې ما بابا په خپل ژوند کي درې ځله ليدلی. يو هغه وخت چې زه ماشوم وم چې يو سپين ږيرې سړی راغلۍ د کور خلګ ورباندي راټول شو. زه حيران وم چې دا څوک دې؟ يو چا راته وويل چې دا ستاسو بابا دی. دويم ځل مي هلته وليدلی چې خان شهيد يې له يوه جېله بل ته وړۍ نو موږ رېل سټېشن ته ورغلو خو چارواکو نيږدې ديد ته راپرېنښودلی. د ليري مي وليدلی چې د يوې رېل ګاډۍ څخه يې بلي ته وخېژولو. دريم ځل مي يې مخ په کفن کې وليدلی.