fbpx
ساهو برلاس مقالې

جناح او امريکا

لیکوال ساهو برلاس
جناح اول کس وو (د پاکستان) چې د امريکا څخه يې بسپن و غوښتل. جناح په سپتمبر ۱۹۴۷ کې د امريکا څخه د ۲ بيلين ډالر خواست وکړ خو امريکا يواځې ۱۰ ملين ډالر ورکړل.
په ۱۹۴۷ کې، د پاکستان د جوړېدو پس، جناح و يوې امريکن ژورنالسټ مارګرېټ ته وويل چې “د امريکا و پاکستان ته زياته اړتيا شته، پاکستان د نړۍ چورليځ Pivot دې. په کومه پوله چې د نړۍ راتلونکې وضع به ورباندي څرخيږي….  روس ورڅخه ليري نه دې. جناح هيله څرګنده کړه چې امريکا څنګه يونان او ترکي ته وسله ورکوي هم داسي به پاکستان ته ډالر او وسله ورکړي. 
د دې نه دا څرګندېده (هم دې ژورنالسټي وړاندي ليکلي) چې جناح د پاکستان او امريکا د دوستۍ په حقله هم بس دومره فکر کړې وو چې دا به د روس په ضد د يو بفر رياست په حقله کارول کيږي.  
تر دې څو مياشتي وړاندي جناح و امريکن استازو ته وينا وکړه. په هغه وينا کې ده ورته وويل چې امريکا بايد د پاکستان د اقتصاد ښه کولو د پاره مرسته وکړي. په بدل کي به پاکستان اسلامي هيوادونه د روس په ضد راوپاروي. جناح دا وينا هلته وکړه چې لا پاکستان جوړ شوې هم نه وو، نه انګريز د هند د وېشلو څه پلان (په ښکاره) ښودلې وو.
د هيواد د پرمختګ د پاره د جناح تکنيک “د مخالف په ضد د مخالف” رول لوبول وو. د هيواد و کورنۍ ستونځو ته يې پام نه وو خو د فلسطين د خپلواکۍ چيغي يې د شخصي ګټو پيلامې ګڼلې. هم دې فکر پاکستان د تل د پاره د زورورو هيوادونو طفېلي رياست جوړ کړ چې په سر کي يې امريکا ده.
د پاکستان د جوړيدو څو مياشتي د وړاندي جناح، جنرال هېسټنګ اسمې، د هند د آخري وائسرای — چيف آف سټاف، ته وويل پاکستان يواځي نشې پاتې کيدې. چې انګريز ولاړ شي نو پاکستان به د بل سپر پاور ملګرتيا غواړي. روس په پاکستان کې ری (چورت) هم نه وهي، فرانس کمزورې او وېشلی دې. يواځي امريکا او انګلېنډ پاتې دي او په دې کې وروستينی (انګلېنډ) فطري دوست دې. جناح په ټوکو ورته وويل چې “هغه شيطان ښه وي چې ته يې پېژنې، تر هغه چي ته يې نه پېژنې”
د لويديځ يو ځواک يا هيواد ته د جناح دا ليوالتيا د جناح د هغه شعارونو ضد وه چې پاکستان يې د يو خپلواکه هيواد په څېر غوښت چيرته چې دوی په خپلواکه توګه د اسلامي احکامو پابندي وکړی شي. 
جناح په دې خبر وو چې انګلينډ د دويم نړيوال جنګ پس ستړې او کمزورې هيواد دې. دا به د دې جوګه نشي چې پاکستان په خپلو پښو ودروي. په نړۍ کې سوېت روس او امريکا د سپر پاورز په حيث پېژندل شوي وو او د امريکا په حقله د جناح ملګرو هيڅ مالومات نه درلودل. نه د امريکا تاريخ نه د امريکا سياست. نو ځکه جناح د ۴۰م لسيزي په ميان کې مرزا ابوالحسن اصفهاني امريکا ته وليږلو چې هلته د يو اسلامي دولت د پاره کمپاين پيل کړي. دا مرزا بيا د امريکا اول سفير و ټاکل شو.
د پاکستان د جوړېدو لا مياشت هم نه وه شوې چې په سپتمبر ۷، ۱۹۴۷ کې جناح د کابينې غونډه راوبلل او پخپله وينا کې يې ورته وويل چې “پاکستان اولس واکه (ډيموکرېسي) دې او کمېونزم په دې خاوره وده نه شي کولی ځکه دا ښکاره ده چې زموږ ګټه له دوو لويو اولس واکۍ “امريکا” او “انګلېنډ” سره په اړيکو کې ده نه د روس سره”. د ده دا وينا په کراچی کې د امريکا و سفارت ته وروړل شوه چې هغه بيا واشنګټن ته وليږل.
څلور ورځي پس، په ۱۱ سپتمبر ۱۹۴۷ جناح د کابينې بلي غونډي ته وويل چې “د امريکا او لوېديځ د پاره دا ګټه وره/ ګټمېره ده چې د پاکستان سره د روس په ضد ملګري شي”.
د نوي جوړ شوي رياست د مشرانو يواځي دا خوی نه وو چې د هيواد په کچه يې له امريکا څخه مرسته غوښته. دوی دا غوره ګڼل چې په امريکن سفارت کې يوه وړه نوکري تر لاسه کړي. يو ماښام چې جناح او فاطمه په کراچی کې له امريکن سفير سره په سيل روان وو نو جناح سفير ته وويل چې که تاسو د سفارت د پاره ځای اخلۍ نو زما نه يې واخلئ. امريکن سفير ورته وويل چې موږ اخيستې دې. بيا يې يو څو ورځي پس جناح ته څلور پکيان (Fans) وروليږل. جناح د کراچی د ګرمي څخه سرګردانه وو او ويل به يې چې د ريټائرمنټ پس به بمبی ته ځي.
يادګېرنه: د حسين حقاني کتاب Magnificent Delusions څخه ژباړل شوې