fbpx
جلال بازوان ژباړې

اول فصل: دوستي د چینایانو له نظره

لیکوال جلال بازوان
۴. د یو بل لپاره سر ورکوونکي دوستان (生死之交):
د «دري اتلانو ناول» چې د چینايي ژبې د کلاسیکو ناولونو له جملې څخه دی د دغه ډول دوستۍ یو غوره مثال دی. «لیوبې»، «ګوان یو» او «جانګ فې» په نوموړي ناول کې درې اتلان یاد شوې دی چا چې ډېر لوړې ارزوګانې درلودې. وايي چې دې درې واړو د شفتالانو په یو باغ کې سره ولیدل، که څه هم دغه درې په مختلفو ورځو، میاشتو او کالونو کې زېږېدلي ول مګر بیا يي هم سوګند پورته کړو چې که مونږ مرو نو واړه به په یو ورځ مرو. دا د ډېرو چینایانو ځانګړنه ده چې ملګرتوب په هرڅه پورته ګڼي خصوصاً په هغه وخت کې چې کله په ورولۍ سوګند کوي. د دې مطلب بلکل د الیکس زنډر ډومس هغه خبرې ته ورته دی چې په «درې ټوپکوال»ناول کې يي کړې ده «ټول د یو لپاره، او یو د ټولو لپاره 人人为我,我为人人».
«لیوبې» د خپلو ملګرو «ګوان یو» او «جانګ فې» په مرسته وتوانېدلو چې د «شو» په نوم سلطنت بنسټ کېږدي، چې هم هغه مهال «څاو څاو» د «وې» او «سونڅه» د «وؤ» د چینايي تاریخي سلطنتونه رامنځته کړل.
د یو بل لپاره سر ورکوونکي دوستان هغه دي چې د خپل دوست لپاره د «ژوند» تر ټولو قیمتي خزانې د قربانۍ لپاره تیار وي. دوي د یو په بل په غم او ښادۍ کې شریک وي. که څه هم د دوستانو پېدا کول مشکل کار نه دی، خو بیا هم تاسې څومره داسې دوستان لرې چې ستاسې لپاره د سر ورکولو لپاره تیار وي؟
ژباړن: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ
2016-2-18