fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان مقالې

د امریکا په اړه د ملي یووالي حکومت ناسم تصور

لیکوال جلال بازوان

د ملي یووالي حکومت او د امریکا په اړیکې خرابېدل له اول سره په ښکاره مالوم ؤ ځکه چې امریکا د پوره اعتماد او باور وړ هېڅکله نه ده. ملي یووالي حکومت له اولې ورځې دا تېروتنه ترسره کړه چې خپلې ټولې هګۍ يي د امریکا د چرګې لاندې کېښودې او اوس نتیجه دا شوه چې د دواړو ترمنځ په یو بل د تورونو لګولو او د بې اعتمادۍ فضا په هره خوا خوره ده .

په افغانستان کې د امریکايي پوځي ماموریت له ختمېدو وروسته د ملي یووالي حکومت د جګړې تعریف خو وکړو مګر دغه تعریف له ډېرو نیمګړتیاو څخه ډک ؤ ځکه چې دغه تعریف مکمل او جامع نه ؤ او نه دي. د جګړې تعریف څه داسې دی چې دا د افغانستان کورنۍ جګړه ده نه هم د امریکا، مګر دا کله هم تعریف نه کړل شو چې په دې جګړه کې د امریکا رول څه دی؟ که دا جګړه د امریکا نه وي نو بیا له طالبانو سره د دوي ناستې پاستې د څه په خاطر دي؟ او که د حکومت ځواب دا وي چې ګواکې امریکا د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد دي نو بیا دا خبره هم وضاحت ته ضرورت لري ځکه چې مونږ به په ستراتیژیک تړون او امنیتي تړون له سره کتنه کوو.

بله هم دا چې که د افغانستان روانه جګړه کورنۍ ده نو بیا په دې تېرو اتلسو کلونو کې په دې هم له سره کتنه په کار ده چې امریکا د دې جګړې په مخنیوي کې کوم مهم رول لوبولی دی؟ او که جګړه بهرنۍ او تپل شوې ده نو په هغه هم فکر کول په کار دي ځکه چې امریکا په څه کم دوه لسیزو کې هېڅ هغه ځایونه په نخښه نه کړل له کوم ځایه چې تروریزم سرچینه نیسي او نه يي هم مونږ پخپل ځان بسیا کړو، برعکس زمونږ کلي او بانډې يي په نخښه کړې او تر دې چې د بمونو مور يي هم زمونږ په خاوره و ازمایله.

د سولې مذاکرات او د ملي یووالي حکومت خوش باوري

په ۲۰۱۳م کال کې چې کله طالبانو په قطر کې دفتر پرانیستو نو ولسمشر کرزي د دفتر پرانیستې سره سم په امریکا او طالبانو د دفتر په پرانیسته نیوکې وکړی او د هغې د بندېدو غوښتنه يي وکړه هغه ځکه چې نوموړی دفتر د طالبانو سره د رابطې ادرس نه بلکه طالبانو ته د مشروعیت یوه هڅه وه. په دفتر کې د طالبانو بېرغ لوړول د طالبانو د مشروعیت او دغه دفتر یو سفارت ته ورته اقدام ؤ.

په روانو مذاکراتو کې ملي یووالي حکومت د خپلې ډېری خوش باورۍ له امله د امریکا په غاړه هرڅه پرېښودل او پخپله يي ځان یو خوا ته کړو چې ګواکې امریکا به د افغان دولت ګټې په نظر کې وساتي خو دې خوش باورۍ د دوي لپاره هېڅ ګټه ونه کړه برعکس امریکا طالبانو ته هم د یو سیاسي قوت په حیث په نړېوال سټیج ښه ډېر سوداګریز اعلانونونه وکړل او هم يي افغان دولت د خبرو له صحنې څخه لرې کړو.

طالبانو له دغه مذاکراتو ګټه پورته کړه او هم يي ځان د یو ستر سیاسي قوت په څېر راښکاره کړو او هم افغان دولت موقف د طالبانو په مقابل کې کمزوری شو ځکه چې هغوي اوس داسې ګڼي چې افغان دولت کمزوری او سیال نه دی.

افغان ملي یووالي دولت هېڅکله دا درک نه شوه کړای چې امریکا او په عموم کې ستر ځواکونه کوم ډول رویه او سلوک کوي. د امریکا په اړه مشهوره ده چې دوي دوي په هر وطن خیټه اچوي نو د هغه وطن او د خلکو په کیسه کې نه وي او نه هم د هغه وطن خلکو او مشرانو ته غوږ ږدي هغه ځکه چې دوي تل د خپلو پالیسو د عملي کولو په لټه کې وي.

ملي یووالي حکومت په ځای د دې چې په ماسکاو ناسته کې برخه واخلي او یا هم د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مذاکرات د دولت له حضور سره مشروط کړي هم ونه کړل. په زلمي خلیلزاد تکیه کول چې ګواکې افغان توکمه امریکايي دی تر ټولو ستره تېروتنه ځکه وه چې هغه د امریکا د بهرنېو چارو وزارت مامور دی نه هم د افغان دولت ماموریت په غاړه لري. د طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د تېر ځل شپږ ورځنې ناستې وروسته چې کله زلمی خلیلزاد کابل ته سفر کوي او افغان دولت د هغه له خوا طالبانو سره د کړو وعدو څخه نارضایت ښايي بیا هم افغان دولت په وخت اقدام ونه کړو، بلکه یوازی ولسمشر غني یو ویډیوي پیغام په خپرولو سره له مذاکراتو د پردې اوچتولو کوښښ وکړو خو کوم عملي اقدام يي اوچت نه کړو. همدارنګه ولسمشر غني خپل موقف په دې هم راټیټ کړو چې ولسمشر ټرمپ ته يي خط ولېږلو او له هغه څخه يي غوښتنه وکړه چې خپل پوځیان ناببره ونه باسي. د زلمي خلیلزاد سره نه موافقت په را سبا خط رسنېو ته افشا شو او ولسمشر غني موقف نور هم کمزوری شو.

امریکا: په زلمي خلیلزاد برید په بهرنېو چارو وزارت برید دی

واشنګټن ته د ملي امنیت مشاور حمدالله محب سفر کړی دی ترڅو له امریکایي لوړپوړو چارواکو سره د سولې د مذاکراتو په اړه وغږېږي او د نورو خبرو ترڅنګ هلته د زلمي خلیلزاد شکایت وکړي.

حمدالله محب ویلي: زلمي خلیلزاد افغان دولت چې د امریکا تر ټولو نژدې او باوري ملګری دی منزوي کړی او هغه چا ته مشروعیت ورکوي چې په زرګونو امریکايي او افغانان يي وژلې دي. زلمي خلیلزاد په ځای د دې چې افغان دولت ته د شپاړس ورځو اوږدو بحثونو او مذاکراتو راپور ورکړي او په روانون مذاکراتو کې افغان دولت هم ور دننه کړي، هغه د یو ټویټ له لارې د مسودې یادونه وکړه او نور مستقیم امریکا په لوري روان شو. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په همدې خاطر امریکا ته سفر کړی او هلته په ځای د دې چې له تود هرکلي سره مخ شي برعکس د امریکا ملي امنیت سلاکار ورسره نه ملاوېږي او همدارنګه له رسنېو سره په زلمي خلیلزاد د توندو نیوکو له امله د امریکا بهرنېو چارو وزارت  په زلمي خلیلزاد نیوکې يي د امریکا په بهرنېو چارو وزارت برید ګڼلې دی. همدا رنګه د امریکا د بهرنېو چارو وزرات دا هم ویلي چې د محب دغه ډول څرګندونې د روانو مذاکراتو ته خنډ جوړولی شي.

په دې کار سره هم د افغان دولت حیثیت ته ستر تاوان ور واوښتو او هم هغه دعوې ناسمې ثابتې شوې چې ګواکې امریکا د ملي یووالي حکومت ترڅنګ ولاړه ده.
د سفیر جان بس څرګندونې او د امریکا دوه مخیتوب

د امریکايي سفیر وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملي یووالي حکومت په لومړي ځل د امریکا په دوه مخیتوب او د هغوي په ناسمو تګلارو نیوکه کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس تېره ورځ د مزارشریف په پېښه نیوکې کړې دي او ویلې يي دي چې افغان امنیتي ځواکونه د کورني او سیاسي کړکیچونو کې د جګړې کولو دنده نه لري بلکه د افغانانو د امنیت ساتنې وظیفه په غاړه لري. د سفیر جان بس پرونې څرګندونې په اثبات رسوي چې دوي تراوسه جنګسالاران غټه دارايي ګڼي او د دوي له سرپرستۍ څخه لاس نه اخلي. امریکايي سفیر له یاده باسي چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتنې ترڅنګ د قانون پلې کولو وظیفه هم په غاړه لري.

امریکايي سفیر همدارنګه دا هم ویلي چې په شخصي مسایلو کې د امریکا لخوا ورکړل شوي تجهیزات کارول د دوي قربانېو ته سپکاوې دی، خو تر دې دمه دولت له سفیر ځینې هېڅ د خبرو وضاحت نه دی غوښتی چې د افغان دولت سره موازي ادارې، د امنیتي ځواکونو سره موازي شخصي امنیتي کمپنۍ او ملېشې جوړول او هغوي ته پرمختللې وسلې ورکول هم تر ټولو ستر سپکاوې دی چې تاسې يي له ډېرې اولې ورځې کوئ او لاتراوسه مو دغه کار څخه لاس نه دی اخیستئ.