fbpx
ډاکټر الماس خان مقالې

ګریوی ټیشنل ویوز (لومړۍ برخه)

لیکوال الماس خان
د روان کال د فرورۍ په یوولسمه ساینس پوهانو د ګریوي ټیشنل ویوز ( د ګریوټي چپې) د زمکې څخه د تېرېدلو پخلې وکړو. دا چپې چې د نن نه کابو ۱.۳ بیلینه کاله پخوا د دوو بلیک هولونو د یو بل سره د ټکر په او یو کېدو په نتیجه کې رامنځته شوې وې دا دې تېر کال په ۲۰۱۵ کې زمونږ استوکنځي (ځمکې) ته راورسېدې.
دا دوه بلیک هولونه چېرته جنګېدلي ول؟
دا بلیک هولونه د ځمکې څخه په دومره لرې واټن کې ټکر شوي ول چې که د ځمکې نه د رڼا په رفتار روان شي نو په ۱.۳ بیلینه کاله کې به هغه ځای ته ورسېږي. د ګریوټي چپې د رڼا په رفتار ځي نو ښکاره خبره ده چې دا ټکر ۱.۳ بیلینه کاله پخوا رامنځته شوې ؤ، ځکه خو زمونږ ساینس پوهانو ته يي نن پته ولګېدله. ددې مطلب دا کېږي چې کله دا ټکر رامنځته کېدلو نو زمونږ ګلالۍ زمکه هغه مهال د ۳ بیلیونو کالو پیغله وه، هغه په دې دلیل چې زمکه اوس د ۴ بیلینو کالو ده، او هغه مهال چې کله دا ټکر رامنځته کېدو نو هغه وخت د ځمکې په سر لا ژوند سترګې نه وې پرانیستې. دغه ټکر او یا هم د دې دوو بلیک هولونو له یو بل سره ډغرې چپو په لاره دومره اوږد وخت ونیولو چې په زمکه ژوند ساه هم واخیسته او په انساني بڼه خپل زلمیتوت ته هم ورسېدو. د ژوندون په دغه زلمیتوب دور کې انسټائین هم پیدا شو او ددغسې چپو وړاندوینه يي وکړه، له هغه را وروسته بیا نور انسان لاس په کار شول او د یو ماشین په اختراع (لاییګو) سره يي دا چپې هم ثبت کړې.