fbpx
جلال بازوان ژباړې

اول فصل: دوستي د چینایانو له نظره

لیکوال جلال بازوان
۳. د شریفو خلکو دوستي
د تانګ کورنۍ شاهي دوره کې یو کس ؤ چې «شوئ رن ګوې» نومېدلو. «شوئ رن ګوې» او د هغه ښځې د غربت ډېرې بدې ورځې شپې تېرولې. یو وخت «شوئ رن ګوې» په پوځ کې برتي شولو، په یو جنګ کې د بهادرۍ له امله ورته بادشاه لخوا د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه. د جنرالۍ د رتبې له اخیستو وروستو نوموړی کس په خپل ښار کې د یو لوړ مقام او منزلت خاوند شو. د جنرالۍ د رتبۍ له اخیستو وروستو کله چې خپل کلي ته راستون شولو نو ټول د لويو خاندانونو او مقام خلکو هغه ته تخفې ډالۍ کړې مګر هغه د ټولو ډالۍ رد کړلې او یواځې د یو کس تخفه يي قبوله کړه چې هغه یو عام ښاري وګړې «وانګ ماؤشنګ» نومېدلو. د وانګ لخوا ډالۍ شوې تخفه د لیانګ تان وائین (یو ډول شراب) ول. کله چې «شوئ رن ګوې» د شرابو بوتل خلاص کړو نو پته ورته ولګېده چې په په هغه شرابو بوتل کې د لیانګ تان شراب نه بلکه د څښاک اوبه وې، خلکو فکر وکړو چې وانګ په دغه کار سره د «شوئ رن ګوې» بې اخترامي وکړه مګر «شوئ رن ګوې» بیا هم له دغه بوتل څخه درې جامه وڅښل. وانګ ماؤشنګ که څه هم په غربت کې ؤ مګر په هغه غربت کې يي د «شوئ رن ګوې» د کورنۍ سره ډېر وارې مرستې کړې وې، او دغه وخت د وانګ په وس کې یواځې سپینې اوبه وې چې «شوئ رن ګوې» ته يي په تخفې کې وړاندې کړي. کله چې خلک له دغه خبرو څخه خبر شول نو ټولو ډېر تعجب وکړو او وانګ يي ډېر زیات وستائېلو.
چینايي فیلسوف جوانګ څه/تزه د سپیڅلې دوستۍ په اړه وايي:
君子之交淡如水,小人之交甘若醴;君子淡以亲,小人甘以
ژباړه: د سپیڅلو خلکو دوستي لکه د رڼو اوبو په څېر وي، د کم ظرفه خلکو دوستي لکه د قیمتي شرابو په څېر وي، خو بیا هم د سپیڅلو خلکو دوستي خوږه او مینه ناکه وي برعکس د کم ظرفه خلکو دوستي بیا ډېر وخت دوام نه مومي او زر ماتېږي.
هغه ملګري چې عادل، اخلاقي او د یو بل سره مرسته کوي هغوي ښاغلي بلل کېږي. دغه ډول ملګري بیا د مقام، او د مال جائېداد په کیسه کې نه وي. د مشکل په وخت کې دوي یو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي. د ښاغلو خلکو دوستي په کوم مادي او شخصي ګټو پر بنیاد نه وي بلکه د هر ډول لالچ څخه پاکه وي. هغه دوستي چې د یو مطلب پر بنیاد وي خوږه ښکاري مګر تر ډېر وخته پورې دوام نه کوي.
ژباړن: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ