fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (پنځمه برخه)

تل ودان:- هغه څنګه ؟
بختور:- که مونږ فکر وکړو مسلمان ته غوا حلاله ده او د غوا غوښه ډېره په مینه او خوند خوند خوری.لیکن یو هندو به د لوږې مړشي خو د غوا غوښه به ونه خوري بل اړخه ته هندو د خنزیر غوښه خوری خو د مسلمان لپاره د خنزېرغوښه پلیته ده. او مرداره څه چې حرامه ده.
تل ودان:- بیخی رښتیا دي.
لیکن سپے او انګرېز په دواړو ناراسته نه کوي که هغه د خنزیر غوښه وی او که د غوا. د دوی لپاره بنډاره ده.
تل ودان:- او!
بختور:-لیکن سپے نه مسلمان دے نه هندو او نه انسان دے.
تل ودان :- بې شکه.
بختور:- خو زه فکر کوم چې سپے د غوا د غوښې په خوړلو نه مسلمان بللے کېږي او نه انسان. او نه د خنزیر په غوښه خوړلو هندوکېږي.
تل ودان :- ښکاره ده سپے ، سپے دے او انسان ، انسان.
بختور:- د حضرت نور خبرې له راځم او هغه دا چې د دا قسمه پاکو او سخاؤ فطرت په انسان کښې د هغه د ټولنې او ټولنیز ژوند ژواک له اثره پېدا کېږي او پخېږي چې ټولنه کومو څیزونو ته پاک اوښه وائي هم هغه پاک او ښه وی او چې د ټولنې ضمیر کوم څېزونه رد کړي دهغه ټولنې وګړے ترې هم کرکه کوي.
تل ودان :- بلکل دغسې ده.
بختور:- ګني مونږ دا ومنو چې په سپی کښې هم عقل او پوهه شته ؟
تل ودان:- د دې خبرو نه خو داسې یرېښي.
بختور:- ځه خېر! دا بحث به په دې ځائے پرېږدو. خو دا به ضرور اووایم چې د یو څیز په خوئی بوئی او کړه وړه هغه څېز پېژندے کېږي او د دغه خواصوپه وجه یې د بل څېز سره توپېر هم کېږي او دغې ته مونږ د شناخت نوم ورکولے شو.
تل ودان :- ستا رضا دې وشي صېبه!
بختور :- مننه ! بل مونږ د اختیار ذکرکړے دے نو زما خیادے چې هر چا ته دې د هغه د اختیار پوره اذادی ورکړے شي یعنې هغه چې د څه کولو اراده ولري پدغه اراده عملی کولو دې هغه مکمل با اختیاره وي.
تل ودان:- دا خو بیا ونه شوه.
بختور:- هغه څنګه؟
تل ودان:- هغه داسې چې که زورورسړے اوغواړي چې بل سړے دې مړکړي. نو ته به هغه ته دا اختیار ورکړې چې هم دغسې دې وکړي.او که هغه پداسې کولو مختاره دے نو ولې د کمزوری د سر ومال تحفظ به څنګ وشي ؟