fbpx
جلال بازوان ژباړې

لمړې فصل دوستي د چینایانو له نظره 

لیکوال جلال بازوان
لس ډوله ملګري
1. تصادفي (萍水之交): چینایان په تقدیر او قسمت کلکه عقیده لري، تصادفي ملګري پیدا کول هم دوي په قسمت او تقدیر پورې تړي. همدا چې تصادفي سره مخامخ شي نو دوستي يي هم له همدې ځایه شروع شي چې همدا د تصادف اساس ګڼل کېږي.
هره ورځ خلک له لس ګونه خلکو سره مخامخ کېږي، ډېر شمېر یو تر بل د مخه تېرېږي، او دوي همېش لپاره د یو بل سره نابلده پاتې کېږي او شاید چې هېڅکله هم د یو بل سر اشنايي پېدا نه کړي، خو یو کم شمېر بیا د یو بل په ژوند کې پاتې کېږي، چې دا پاتې کېدل يي بیا تقدیر ګڼل کېږي. شاید یو کس چې یو موده مخکې تاسې سره په بل ځای کې مخ شوې ؤ، کېدای شي راتلونکي وخت په یو بل ځای کې له تاسې سره بیا مخامخ شي. همدغه یو له بل سره تصادفي مخامخ کېده په کرار یو د بل سره د پېژندګلوې لاره هواروي او یو د بل ښه دوست جوړېږي.
2. له پخوا څخه اشنایان/پېژندګلوي (泛泛之交): که څه هم د چینايي فیلسوف کنفیوشیس (کونګ څه) له نظره د دوستۍ معیار ډېر لوړ دی، بیا هم یو ډېر شمېر داسې ملګري شته چې د دوستۍ په هغه کلتوري معیار برابر نه وي مګر بیا هم چینایان هغه د دوستانو په قطار کې شمېري. چینایان خپل دغه ډول ملګرو ته زیاته توجه کوي. د دوستۍ دغه اصل د چین د پخوانیو هغو روایاتو او رواجونو څخه سرچینه نیسي کله چې د دوستۍ شبکه ډېره مهمه ګڼل کېدله.
له پخوا څخه په چینايي ټولنه کې د ټولنې جوړښت په دوه اړخیزو ګټو او رشتو پورې تړلې ؤ. دغه ډول اشنا خلک چې شاید ستاسې پخواني ټولګیوال، ملګري، د ملګرو ملګري، کلیوال او یا هم ستاسې سره نژدې کوم همسایه ګان وي چې تاسې ورسره ډېر تعلقات ونلری. چینایان وايي چې دغه رشتې ډېر ضروري دی، دوي د ضرورت په وخت کې په ډېر کار راتلئ شي او له همدې امله سپارښتنه کوي چې باید له دوي سره له ښې رويي څخه کار واخیستل شي.
د چینایانو سره دغه ډول رشتې ستاسې او ددوي ترمنځ د نژدې روابطو موقع زیاتوي. که له یو چینايي سره یو ځل اشنايي پېدا کړی نو هغوي بیا په ډېره ښه توګه دغه اشنايي پالي. تاسې له نورو سره د اشنايۍ پرمټ ډېرې ګټې ترلاسه کولاې شې خو په یاد ولرئ چې د نورو د ضرورت پر وخت تاسې هم باید هغوي ته د کومک لاس ورکړئ.
ژباړه: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ