fbpx
مقالې ملي پاڅون

پښتانه او د پښتنو ستر تاریخي شخصیتونه

لیکوال ملي پاڅون
خداۓ تبارک و تعالي پښتانه د ډېرو سترو او تاريخ ساز شحصيتونو سره نازولي دي او دغو سترو هستو داسې عظيم الشان تعليمات وړاندې کړي دي چې د دنيا خلک ورته نن هم ګوته په خله دي۔ زردښت چې بلخ افغانستان کې زيږدلے وو عظيم دانشور او فلسفي وو۔ هغه خپله د ژوند فلسفه د غواوو په دولس سوه څرمنو ليکلې وه چې دومره ډېر تحرير په نن زمانه کې هم اسان کار نه دے۔ هغه کوم پېغمبر نه وو ځکه چې په هغه زمانه کې د اسماني مذهبونو تصور لا مينځته نه وو راغلے او هغه هم دا کوشش نه وو کړے چې خپلو خيالاتو ته مذهبي رنګ ورکړي او د خلکو تجسس سېوا کړي۔ البته د زردښت تعليماتو کې داسې ډېرې خبرې موجود دي چې هغه په وروستو زمانو کې د ځنې مذهبونو بنياد اوګرزولے شو۔ د هغه تعليمات هر څو که غېر مذهبي وو خو د هغه د مرګ نه پس ورپسې زمانه کې ارياو(پښتنو) دغه تعليماتو ته د مذهب رنګ ورکړو۔ په دنيا کې نن هم د زردښت پېروکار شته او باقاعده د عبادت کولو يو طريقه هم لري۔ د عربو د يرغلونو په وجه يو طبقه خلک د اريانه (ايران، افغانستان) نه اوتښتېدل او هند کې يې پناه واغسته د دې دپاره چې خپله عقيده بچ اوساتي۔ د نوروز رسم مونږ ته د زردښت نه پاتې شوے دے۔
بدها يو بل عظيم الشان شحصيت وو چې خداۓ د پښتنو قوم کې پيدا کړے وو۔ بدها هم کوم مذهبي شحصيت نه وو خو په وروستو زمانه کې هم د هغه تعليماتو ته د مذهب رنګ ورکړے شو۔
زه دا فکر کوم چې د افغانستان مثال د ډېرو ملکونو دپاره داسې دے لکه د ايران قم ښار چې د شيعه ګانو دپاره مقدس دے۔
د چين کنفيوشش لوۓ فلسفي وو۔ چينيانو د هغه افکارو باندې دومره ډېر کار کړے دے چې نن يې ټوله دنيا پيژني۔ زردښت او بدها دواړه د کنفيوشس نه ډېر پخوا تېر شوي دي خو افکار يې د کنفيوشس نه په يو لحاظ هم کم نه دي۔
پښتنو ځوانانو لا پکار دي چې د خپل تاريخ نه ځان خبر کړي او د خپلې تاريخې شتمنۍ نه ګټې پورته کړي۔