fbpx
جلال بازوان ژباړې

دوستي د چینایانو له نظره (څلورمه برخه) 

لیکوال جلال بازوان
څلور ډوله خلک
1. نیک خویه خلک (君子): چینايان نیک خویه خلک د بانکس له ونې او یا هم د نیلوفر له ګل سره مشابه کوي. دوي فکر کوي چې نیک خویه خلک له استعداد لرونکو خلکو څخه غوره دي ځکه چې نیک خویه خلک مهذب، نیک او هوښیار وي. دغه ډله خلک نه یواځې دا چې اخلاقي وي بلکه ددې برسېره حیاناک، منظم او د ډیسپلین ساتوونکي دي. له دغه ډول خلکو سره دوستي کول به واقعي چې د ښه نصیب والا کس وي.
نوټ: علمي او اکاډیمیک خلک هم په دغه ډله خلکو کې شمېرل کېږي.
2. سپک خلک (小人): سپک خلک لکه څنګه چې د نوم څخه يي هم پته لګېږي چې د نیک خویه خلکو برعکس خلک دي. په اصل کې دغه ډله خلک هم په عام خلکو کې شمېرل کېږي. دا ډول خلک هغه دي چې ځانونه د نورو په مخ کې ډېر عاجز ښايي مګر یواځې د خپلې ګټې او د خپل ځان په اړه سوچ او فکر کوي. چینایان د سپکو خلکو په اړه وايي: ( 小人如过街老鼠,人人喊打): سپک خلک د کوڅو د موږکانو په څېر دي، چې هر څوک يي وویني او کوزار پرې کوي. سپک خلک د خپلو سپکو عادتونو له مخې د اهانت وړ دي.
3. عام خلک (平凡人): د نړۍ پرمخ تر ټولو لویه برخه عام خلک تشکیلوي. یواځې له عامو خلکو سره ناستې ولاړې څخه تاسې د رښتینې دوستۍ مزه او خوند اخیستې شئ. له نیک خویه/اکاډیمیک خلکو سره ناسته ولاړه شاید لږ څه ستومانه غوندې وي، برعکس له سپکو خلکو سره ناسته ولاړه بیا خطرناکه ده. د یو عام دوست په لرلو سره تاسې د نړۍ او د نړۍ له ښکلا څخه خوند اخیستې شئ.
4. رقیب/مخالف لوری (对手人): په چین کې رقیب او یا هم ستاسې مخالف خلک کېدای شي چې ستاسې ډېر خصوصي دوستان شي، ځکه چې یواځې ستاسې مخالف لوري خلک هغه څوک دي چې تر بل هر چا څخه زیات تاسې ښه پېژني. تاسې باید کله هم د خپل مخالف لوري سره د دوستۍ موقعه له لاسه ورنه کړئ. له دغه ډول خلکو سره نژدېوالې او له هغوي سره دوستي په دې مانا ده چې د دواړو لورو مرام او مقصد مالوم دی، دواړه خواوې قوي دي او یو بل ښه پېژني. د همدغه نژدېوالي او دوستۍ په بنیاد دواړه خواوې کولاې شي چې یو بل تشویق کړي او پرمخ ولاړ شي. له خپل رقیب سره د دوستۍ په وخت کې باید هیڅکله هم خپل رقیب ته په ټیټه او کمه سترګه ونه ګورئ.
ژباړونکئ: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ
شنجن پوهنتون 3/2/2016