fbpx
ملي پاڅون

د پاکستان بنیاد

لیکوال ملي پاڅون
د پاکستان جوړېدل يو سامراجي پروژه وه۔ دا ملک د دې دپاره دغو ځواکونو اورغولو چې فوجي اډه پکې جوړه کړي او کمونزم پرې اويروي۔ په دې ملک کې چې کوم د اسلام په نوم سره توپان راپورته کړے شوے وو د دې په شا هم دغه سامراجي طاقتونه ولاړ وو، پېسې هم د هغوۍ وې او مشاورت هم د هغوۍ وو۔ د ځنې خلکو اوس هم دا خيال دے چې ګنې پاکستان په رښتيا کوم هېواد دے او دا اسلامي نظريات يې هم رښتيني دي خو حقيقت کې نه دا ملک کوم تاريخي حثيت لري او نه يې دغه اسلامي نظريات رښتيني دي۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ کمونزم له مينځه لاړو، نه سوويت يونين پاتې شو او نه يې نظريات پاتې شو۔ اوس انکل سام د پاکستان منيجرانو ته وائ چې عقل مو سر ته راولۍ، چاپېره اوګورۍ دنيا نن بدله ده، نه کمونزم پاتې دے او نه اسلامي نظرياتو ته څه اړتيا پاتې ده۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د انکل سام په وېنا د هغه د زور او زبردستۍ په وجه پاکستان لګيا دے خپله کيسه بدلول غواړي او وائي چې دوه درې اوونۍ کې به د دې اعلان اوشي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ملايان عاجزان به دغسې بې توقيره او ملامته پاتې شي۔