fbpx
جلال بازوان ژباړې

دوستي د چینایانو له نظره (دریمه برخه) دوه ډوله ملګري

لیکوال جلال بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ
د نړۍ پرمخ دوه ډوله ملګري وجود لري چې هغه ته ښه او بد ملګري ویل کېږي، خو د چینایانو له نظره ښه او بد ملګري هم بیا مختلفې کټګوریانو لري.
کنفیوشیس (کونګ څه) د ملګرو په اړه وايي: 
孔子曰:“益者三友,損者三友。友直,友諒,友多聞,益矣。友便辟,友善柔,友便佞,損矣。”
ژباړه: درې ډوله ملګري ګټور دي او درې ډوله ملګري ضرر رسوونکي دي. نیک خویه، مهربانه او د پوهې خاوند هغه ملګري دي چې ګټور دی، برعکس غوړمال، عیبت کوونکئ او پسته/غوړه ژبه کاروونکئ ملګري ضرر رسوونکي دي.
له پورتني متن څخه مونږ دا مطلب اخیستې شو چې درې ډوله ملګري مثبت اغیزه دي او درې ډوله ملګري پر مونږ منفي اغیزه درلودلاې شي. دا په اثبات رسېدلې خبره ده چې له پاک زړې، مهربان او د پوهې خاوند ملګرو سره ناسته ولاړه څومره غوره او ښه اثر زمونږ اوس ستاسې په ورځینې ژوند لارو چارو درلودلاې شي، برعکس له یو داسې ډول خلکو سره چې هغه ستاسې مخامخ ښه وایي او په نه شتون کې مو بد وايي، مخامخ مو چاپلوسي کوي، او یا هم چې پرمخه ورشې نو له ډېرې پستې او غوړې ژبې کاروونکي وي، دا ډول ملګري او خلک په واقعیت کې تاواني او ضرر رسوونکي دي.
دا چې په دنیا کې ښه او بد ملګري شته، نو په لومړي سر کې مشکله ده چې یو کس د ښه او بد ملګري ترمنځ توپیر وکړي. لیکن یو څه چې ډېر مهم دي هغه زمونږ او ستاسې خپله مهرباني او پاک زړي ده، تر هغه چې مونږ او تاسې له نورو خلکو سره ښه وسو نو له همدې مهربانۍ له مخې مونږ هم کولاې شو چې ښه او مهربان ملګري د ځان پرخوا رامات کړو.بله هم دا چې د ملګرو په انتخاب کې باید سترګو پرانیزو، غنم او وربشې سره ګډې نه کړو ترڅو مو د یو ښه دوست او ښوونکي انتخاب کړې وي.
ژباړونکئ: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ
22-2-2016