fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (څلورمه برخه)

بختور:- لکه څه رنګ چې مونږ دې پرېکړې ته راورسېدو چې پښتانه لېډران پښتانه یو والی ته نه پرېږدي. بلکښې د هغوی وحدت لا ټوټې ټوټې کوی دغسې عالمی لېډرانو انسانی وحدت درګړې درګړې او تس نس کړو. او که دوي یؤ شي نو د دنیا ټول انسانان د یوبل سره ارومرو یو کېږي.خو دوي دا نه غواړي د دنیا اولس پخپلو پنجو کښې هم دغسې ښکېل ساتل غواړي او د خپلو ناشونو غرضونو لاس ته د راوړلو لپاره یې د دنیا د امن ګرېوان ریښې ریښې کړو. او انسانی ژوند او بقا ته پرله پسې ګرانې را ولاړوي.
تل ودان :- ستا څه خیال دے چې د دنیا امن به څنګه راشی او د دغه ښکېلاګرو نه به څنګه وژغورلے شي؟.
بختور:- زه وایم چې د انسان د جائزوغوښتنو دې قدر وکړے شي.
تل ودان:- هغه کوم حقوق او غوښتنې دي چې د نړۍ د امن لپاره د هغوي پوره کول ضروری دي؟
بختور:- د ټولو وړمبے د انسانی ژوند تحفظ، بیا د هر انسان د مال او ابرو تحفظ او وروستو د هغه د شناخت او اختیار تحفظ، که د هر انسان د دې بنیادی حقوقو تحفظ وکړے شي او ټولنیزانصاف ورکړے شی نو زه فکر کوم چې ټوله نړۍ به د شر نه په امان شي.او د هر انسان انفرادی ژوند به هم په سکون شي.
تل ودان:- دا خوټیک ده چې د سر ، مال او عزت تحفظ د هرڅه نه اول دي خو د شناخت او اختیار تحفظ زما په مزغو کښې نه کښېني.!
بختور:- پدې خو به پوهه یې چې ا هرسړے د خپل مال او عزت د تحفظ لپاره خپل سر په تلی کښې ږدي.!
تل ودان:- هو بېخي.
بختور:- هم دغه شان د خپل شناخت لپاره خپل سرپه داؤ لګوي.
تل ودان :- زه بیا پوهه نه شوم چې یو سړے د خپلې پېژندګلو لپاره څنګه شر ته لاس اچوي؟
بختور:- دا خو منې چې انسان یو حېوان دے؟
تل ودان :- او ولې نه؟
بختور:- ښه ! که مونږ دا وګڼو چې انسان حېوان دے او بس ! نو څه دې خیال دے دا خلق به څه وائي ؟ دوي به په ټوله او یا یواځې ځان دې ته غاړه کېږدي چې دوی هم لکه د غوایانو، ګډو بیزو او اسونو غوندې څاروی دي او یا ته پدې وېنا ځان بری ګڼې؟
تل ودان:- نا بلکښې دوی ته پوهه خلقو د حېوان ناطق نوم ورکړےدے
پسې بیا