fbpx
جلال بازوان ژباړې

څرنګه له منفي فکرونو او زړه تنګۍ څخه ځانونه ژغورلای شئ

لیکوال جلال بازوان
د منفي فکرونو اړوند خبرې وکړئ:
ډیرې خلک کوښښ کوي چې له منفي فکرونو او زړه تنګۍ څخه ځانونه وژغوري. له منفي افکارو او ذهنیت څخه د ځان ژغورنې پدې پروسه کې دوي په ډیره کمه کچه کامیابي ترلاسه کوي. منفي ذهنیت او افکار د هغې پخوانۍ ټوکې په څېر دي چې تاسې یو چا ته ووائې چې د هغه ارغواني پولکا نڅاګر فیل په اړه سوچ مه کوه، البته ستاسې په ټینګار سره سره بیا هم د مقابل لوري شخص په ذهن کې دغه خبره ځای نیسې او د هغه فیل په اړه سوچ او فکر کوي. یوه مطالعه چې د (行为研究和治疗 Behavior Research and Therapy) مجلې لخوا په کال ۲۰۰۵ کې نشر شوېده ښائي چې د منفي افکارو او زړه تنګۍ څخه د تېښتې او په هغه د کابو حاصلولو څخه بهتره خبره داده چې هغه افکار یو شخص ومني. پرځای ددې چې یوشخص لدې فکرونو له شتون څخه انکار وکړي، بهتره خبره داده چې هغه ومني، د هغه شتون په اړه پلټنه وکړي او ددې احساساتو په اړه خبرې وکړي همدا هغه څه دي چې له منفي فکرونو، منفي ذهنیت او د زړه تنګۍ مخنیوي کې ډیر موثر دي.
دغه احساسات مو له ځان سره ولیکئ:
لکه د پاسني اصل په څېر چې د هغه په اړه خبرې وکړئ او له یو چا سره ئې شریک کړئ، همدارنګه تاسې کولائ شې چې د منفي فکرونو په اړه لیکل وکړئ، او دا بل هغه څه دي چې تاسې سره د منفي فکر او ذهنیت څخه د خلاصي په برخه کې کومک او مرسته کوي.
د ویرجینیا پوهنتون یو سائېکالوجسټ ټیم ویلسن بزنس اینسایډر سره په یوه مرکه کې دا خبره وکړه: که غواړې چې له منفي سوچونو او فکرونو څخه ځانونه وژغورې نو کوښښ وکړئ چې په اوونۍ کې لږ تر لږه درې ځله د خپلو منفي احساساتو په اړه لیکل وکړئ چې دا چاره به ستاسې په ښه تمامه شي. په کاغذ لیکل مانا دا چې تاسې دغه منفي فکرونه منئ، ځکه چې په کاغذ د خپلو خیالاتو او فکرونو لیکل پدې دلالت کوي چې تاسې د نوموړي شي شتون ومنلو.

د غوره شیانو په اړه فکر وکړئ:
ډاکټر بیکي بئیلي چې یو سائېکالوجست او د ماشومانو د روزنې متحصصه ده پخپل کتاب (深爱易,管教难Easy to Love, Difficult to Discipline) کې لیکلي چې ماشومان له منفي افکارو څخه د ساتلو په موخه باید تاسې له خپلو ماشومانو سره ښې اړیکې ولرئ. په کتاب کې راځي چې د ماشومانو توجو مثبتو شیانو ته راجلبول، هغوي ته سالمه روزنه ورکول هغه څه دي چې په یوه کورنۍ کې د منفي فکرونو د خپرېدو مخه ډب کوي. په کتاب کې راځي چې هغه څه چې تاسې ئې په اړه فکر کوئ په اصل کې هماغه څه دي چې ئې لاسته هم راوړئ، او د هغه کړنو نتیجه که هم هغه ډول چې تاسې ئې په اړه فکر کړئ ؤ هم به تاسې ته ډیر څه د زده کړې لپاره درکړي. پدې عادت په خپلولو سره دا احتمال ډیر دی چې تاسې پخپلو کورنو کې له خپلو ماشومانو او د کور له نورو غړو سره په خوښۍ او ارامۍ ورځې شپې تېرې کړئ.
له منفي افکارو څخه ځان منحرف او جلا کړئ:
که ځان په یو داسې کار کې چې د خوښۍ احساس وکړې مصروف وساتئ هم یو غوره لاره ده چې لدغه ډول سوچونو او فکرونو څخه ځانونه منحرف کړئ. زما لپاره دغه اصل ډير مهم دی، ماته په یاد دي چې کله زه په یواځې ځان پرواز کوم نو همېش ډير ویرېږم او د مرګ او ژوند په اړه راسره سوچونه پېدا شي خصوصاً په هغه وخت کې چې جهاز لږ ټکان وخوري. په یاد مې دي چې یو ځل دومره ویریدم چې چغې مې ټول مساپرینو واوریدئ. ډاکټر بیکي وینبرګ چې په پیټس برګ کلینک کې د سائېکالوجسټ دنده ترسره کوي همدارنګه زیاتوي، ماته سفر ډير په ارام او بې له کومې ویرې وي کله چې زه له خپلو ماشومانو سره یوځای پرواز کوم، ځکه هغه مهال زه ځان له هغوي سره په یو څه مشغول ساتم، هغوي سره لوبې، خبرې اترې او هغوي ته خوراک ورکول هغه څه دي چې ما له دغه ډول سوچونو څخه لرې ساتي. ډاکټر بیکي وین برګ زیاتوي، که تاسې غواړئ چې له دغه ډول کړنو، فکرونو، سوچونو او د زړه تنګوالي څخه خلاصون غواړئ نو کوښښ وکړئ چې په ورزش او یا هم کوم بل داسې یو کار ځانونه مشغول کړئ چې تاسې ته خوښي دربخښي او ستاسې توجه بل پلو ته واړوي.
مونږ او تاسې ټول د زړه تنګوالي، منفي فکرونو او سوچونو څخه کړېږو، راځئ ددې لپاره چې له دغه ډول کړاو څخه خلاصون ومومو باید له پاسنیو اصولو څخه یو مراعت کړو ترڅو له دې مصیبته خلاصون ومومو.

ژباړه: ج. بازوان
شنجن ساینس میوزیم