fbpx
جلال بازوان ژباړې

په ژوند کې خوښ خلک له خوبه راپاڅېدو وروسته خپل بستر سموي

لیکوال جلال بازوان
تاسې ته د یوې ښې ورځې د شروعاتو احساس درکوي:
د کټ/بستر سبمالولو په څېر یو وړوکې کار هغه څه دي چې تاسې د یوې ښې کاري ورځې د شروع کولو ویاړ درکوي. 
ماک رون زیاتوي، د سهارخوب له راپاڅېدو وروسته لمړې کار باید د خپل کټ/بستر جوړول ترټول اړین وګڼئ. کچېرې دا کار مو ترسره کړو نو تاسې د خپل ورځني کارونو څخه ئې یو ترسره کړو. په دغه کار په کولو سره به تاسې ته د خوښۍ احساس وشي، او همدا هغه څه دي چې دېته مو تشویقوي چې له یو کار وروستو بل او د بل وروستو بل په پوره توګه سرته ورسوې، چې د ورځې په اخر کې به مو د ورځې ټول کارونه ترسره کړې وي.
خوښ او خوشحال خلک خپل بستر/کټ له خوبه پاڅېدو وروستو سمبالوي:
د hunch.com لخوا چې یوه سروې ئې ترسره کړه. پدغه سروې کې اته شپیته زره خلکو ګډون وکړو. له دغو ګډونوالو څخه یواویا سلنه ګډوانوال وائي چې پدغه کار سره دویته خوښي وربخښل کېږي، همدارنګه د خپل بستر نه جوړونکو دوه شپېته سلنه ئې بیا وائي چې دوي پدې کار نه ترسره کولو سره ناخوښ دي. سروې یو بل مهم څه ته هم اشاره کوي او هغه دا چې د بستر سمبالونکي خلک زیاته دلچسپي لري چې خپل کور ولري، خپل کاروبار او همدارنګه هره ورځ ورزش وکړي.
ما چې کله له خلکو وپوښتل چې ستاسې د هره ورځنۍ خوښۍ راز په څه کې دی نو خلکو راته ووئېل چې د خوب له پاڅېدو وروسته خپل بستر په جوړولو ورته زیاته خوښي وربخښل کېږي. دغه خبرې د بهترین خرڅ شوي کتاب (幸福计划 The Happiness Project) لیکوال ښاغلي کریچن رابن پخپل کتاب لیکلې دي.

خوب به مو ښه شي:
د National Sleep Foundation/国家睡民基金会 لخوا هم چې یوه سروې ترسره شوې وه، زیاتوي هغه خلک چې له خوب راپاڅېدو وروستو خپل کټ/بستر جوړوي په نسبت د هغو خلکو چې خپل کټ او بستر نه جوړوي د شپې لخوا نولس سلنه ښه او په ارام خوب کوي.
د ښو عادتونو خاوندان به شئ:
سهار کې له خوبه راپاڅېدو وروسته د خپل کټ/بستر جوړول د یو حاصل خیزه ژوند، د یو قوي ارادې خاوند کېدل، او د بودیجې اړونده قوي مهارتونو په درلودلو سره مستقیمه اړیکه لري. ددې کارونو مطلب دا ندې چې د فامیل په مصرف کې کمښت، یا د خپل کټ پاک سوتره ساتل او یا هم د بې ځایه خرڅونه به کوم لوي بدلون راولي البته دا واړه کارونه هغه څه دي چې د لوي کارونو د ترسره کولو لپاره اساس جوړوي. دغه خبرې ښاغلي چارلس دوهیګ پخپل کتاب (The Power of Habit习惯力量) کې لیکلې دي.
په ژوند کې د موجود فشارونه راکموي:
په یو بې نظمه او ګډوډ مخیط او چاپېریال کې ژوند له مختلف ډوله فشارونه سره مخامخ وي. ددغو خبرو په اړه د Marie Kondo بهترین خرڅ شوي کتاب 怦The Life Changing Magic of Tidying Up然心动的人生的整理魔法کې په تفصیل سره بحثونه شوېدي. دغه کتاب کې شوي بحثونه زیاتوي چې د خپل بستر/کټ جوړونکي دا خوښوي چې په فزیکي کارونو کې ځانونه بوخت وساتي او همدا فزیکي کارونه دي چې ذهني سکون رامنځته کوي.
Marie Kondo په کتاب کې زیاتوي هرکله چې تاسې خپل کور صفا کوئ او منظم کوئ ئې، دا په اصل کې تاسې خپلې ماضي چارې سمبال او منظموې.
د خوښۍ احساس به کوئ:
د خپل کټ او بستر جوړول چې خورا یو ډیر وړوکې کار ګڼل کېږي، البته په يو پاک او ښه برابر بستر باندې خوب کول هغه څه دي چې مونږ ته د خوښۍ احساس رابخښي. دغه سروې د Bupa لخوا ترسره شوېده چې پکې دوه زره کسانو ګډون کړې ؤ.

ژباړه: ج.بازوان
شنجن ساینس میوزیم