fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوری دریم فصل(۶)

که تاسو چرته یو عبرانی غلام واخلئ نو شپږ کاله به هغه ستاسو خدمت کوی او په اووم کال به یې مفت اذادوئ که هغه یوازې راغلے وي یواځې به ځي که ښځه ورسره راغلې وي ښځه به ورسره ځي که د هغه مالک ورله واده کړ ے وي او دهغه ښځې نه د غلام بچې شوي وي نو هغه ښځه او بچي به د مالک وي او غلام به یوازې ځي . که غلام اووائي چې زه د خپل مالک خپلې ښځې او بچو سره مینه کوم.زه اذادئ له د خپلې ښځې او بچو په سر او د مالک په جدایۍ غوره والے نه ورکوم نو د دستور مطابق دې هغه خدمت کوي.
که یو سړے خپله لور خرڅه کړي نو د غلامانو په شان دې نه رخصتوي کوم چا چې اخستې وي او هغه مالک ترې خوشحاله نه وي هغه دې د دې بیعه وټاکي او بیا به هغه ته دا اختیار نه وي چې هغه د بل قوم په سړي خرڅه کړي ولې چې هغه د هغې سره مکر وکړو.او که هغه یې د خپل ځوي سره نکاح وتړي نو بیا دې ورسره د لوڼو غوندې سلوک کوي او که دوېم واده وکړي بیا به هم د هغې د جامو ، پېزار او خوراک څښاک ذموار وي او د هغې د واده فرائض به پوره کوي او که دا درې واړه خبرې نه شي کولے بیا دې بلا معاوضه غوښتلو هڅې خوشې کړي.چې هغه خپله رضا کوي.
که یو تن بل سړے مړ کړي قاتل دې او وژلے شي که څوک خپل ګاونډي مړ کړي هغه دې مړ کړے شي ، که څوک خپل مور یا پلار مړه کړي هغه دې بېخي مړ کړے شي.که یو تن بل سړے پټ کړی خرڅ یې کړي یا د هغه سره ښکاره شی دا پټونکے دې مړ کړے شي که څوک خپل مور او پلار ته لعنتی او وائي هغه دې مړ کړے شی که یو تن بل تن زخمی کړی او زخمی بیا جوړ شی چا چې زخمی کړے وي د هغه نه دې جرمانه واخستے شي او د زخمی علاج دې پرې وکړے شي. که څوک خپل غلام یا وینځه دا سې او وهی چې ساه ترې ووځي مالک له دې سزا ورکړے شي او که غلام یا وینځه یوه ورځ دوه وروستو مړه شي مالک له دې سزا نه ورکړے کېږي ځکه چې دا دهغه مال دے.که څوک د یو بل سره وهل ټکول وکړي او په ګېډه لرونکې زنانه داسې ولږي چې بچے او غورځوي او نور څه نقصان ونشي د هغې خاوند چې څومره جرمانه وغواړي او څنګ قاضی پرېکړه وکړي مجرم دې هغسې وکړی.او که نور نقصان وشی نو د مرګ په بدله کښې مرګ ، د سترګې په بدله کښې سترګه ، د غاښ په بدله کښې غاښ ، د لاس په بدله کښې لاس ، د پښې په بدله کښې پښه ،د سوانې په بدله کښې سوانه ، د ښکاره زخم په بدله کښې ښکاره زخم او د پټ پرهر په بدله کښې پټ پرهر،که څوک خپله وینځه یا مرئے ړانده کړي د هغې په بدله کښې دې اذاد کړ ے شی که غاښ ورله مات کړي د هغې په بدله کښې دې هم اذاد کړے شی.که غوائي څوک سړے یا ښځه مړه کړي هغه غوائي دې سنګسار کړے شي او د هغه غوښه دې نه خوړلے کېږي لیکن د غوائي مالک دې بې ګناه وي او که مالک ته د غوائي د ضرر عېب معلوم وو اوبیا یې هم نه تړلو.او څوک یې مړ کړو.نو غوائي او مالک دواړه دې مړه کړے شي. او که څوک ترې خون بها اوغواړي او څومره ترې اوغواړي هغومره به ورکوي که هغه د چا ځوئے وژلے وي یا لور هم د غسې عمل دې ورسره وکړے شي . که د چا غوائي د چا غلام یا وینځه او وژني د غوائي
پسې بیا