fbpx
ساهو برلاس کوزه پښتونخوا

وزیرستان کې روان ناورین

لیکوال ساهو برلاس
وزيرستان د درې ډوله ترهګرو په ولکه کې دی. ۱. نړيوال سامراج ـــ امريکا. ۲. مذهبي سامراج ـ عرب. ۳. ملکي استعمار ــ پنجاب.
دا درې پخپل منځ کې سره جوړ دي. خو بيا هم د تماشې لپاره څه ډزي سره کوي. کله ترهګر طالبي عمليات، کله وهابي عمليات، کله ډرون، کله بيا د پنجابي پوځ عمليات. د داسي ټولو عملياتو پای دا چې د پښتنو درنې ميرمني بې کوره شي. سپين سري او سپين ږيري د بل خيرات ته اړ کړي. د پنجاب پولي ورته وتړي. په پښتونخوا کې په کيمپونو کې داسي خوار و زار پراته وي لکه انسانان چې نه وي.
اوس بيا نوي پوځي ترهګر عمليات پئيل شوي. نوم يې ضرب عذب ورباندي ايښی خو دا په اصل کې ضرب عذاب دی. د دې عملياتو پای به هم دا وي چې هغه ترهګري ډلي به مضبوطي شي کومي چې د رياست په خوښه فعاليت کوي.
پښتانه به هم داسي دربدره وي.