fbpx
ساهو برلاس مقالې

امريکا + القاعده = پاکستان + طالبان

لیکوال ساهو برلاس
وزيرستان کې د بې ګناه پښتون اولس په ضد پاکستاني پوځ عمليات پئيل کړي. تر دې دمه پنځه سوه زره بې کوره شوي، په سلګونو وژل شوي، په زرګونو ټپيان شوي دي. د رياستي ترهګرۍ ښکار پښتانه، پوښتنه کوي چې دا جنګ (چې په ظاهره پاکستاني پوځ د ترهګرو ضد پئيل کړی) به تر کومه ادامه مومي او د پښتنو تر کومو سيمو پوري به غزيږي.
که د ترهګرو سره د پاکستان دولت اړيکي په پام کې و ساتو نو د يو ښه محصل په توګه، پاکستان د خپل نړيوال بادار امريکا سبق ښه زده کړی. هم د ترهګر پالنه کوي، هم ورڅخه منکر وي، هم يې ګماري، هم (په ظاهره) ورسره په جنګ وي. هم داسي د امريکا چلن دی. او د دوی په دې کار کې القاعده او طالبان د دوی ښه مرسته کوي.
۱. چرته چې د امريکا اړتيا پيدا شي، د نړۍ په کومه سيمه کې چې امريکا بدامني او انتشار راوستل غواړي هم هلته القاعده خپل ځان و ښائي او امريکا ته ګوتي ښوروي. افغانستان، عراق، سوريا، يمن، نائجريا, سوډان….
همداسي چې چرته د پاکستان د رياست واک نه وي لا لږ وي هلته طالبان ولاړ شي. تش په نامه رياست زور چيلنج کړي لکه منځنۍ پښتونخوا.
۲. د القاعده او د امريکې سيالي يواځې د هغه هيواد هم نه وي د بېلګي په ډول: افغانستان. امريکا له دې ځايه غواړي چې د سيمي ټول هيوادونه تر فشار لاندي راولي.
طالبان هم په هغه سيمو کې فعاليت کوي چې نړيوال ارزښت لري لکه د افغانستان، چين او کشمير سره نيږدې پولي.
۳. چې کله د دوی ترهګري ( د امريکا او پاکستان په وينا) تر حد پورته شي نو بريد ورباندي وکړي خود ترهګرو دا ويرونکی ځواک لکه باد ګوره په کومو ګړنګونو کې ورک شي. القاعده هيڅ چرته هم د امريکا په ضد مقاومت و نه ښود. طالبان هم پټه خوله پاتې دي او پاکستان په هوسا ډول وزيرستان لاندي کړ.
۴. چرته چې دا ترهګري ډلي ولاړي شي د هغه ځای/سيمي/هيواد سياسي او ټولنيزي ادارې او سيسټم وران کړي. متبادل يې هم وړاندي نه کړي. پايله يې ګډوډي وي. د داسي ګډوډي لپاره سامراجي او استعماري ځواکونه (امريکا او پاکستان) رامخ ته شي او کړکيچ نور هم ژور کړي. د بېلګي په ډول د امريکا عراق ته تګ او د پاکستان و منځنۍ پښتونخوا ته.
۵. امريکا او پاکستان دواړه د ترهګرۍ په ضد جنګ په غلط ځای کې کوي. امريکا جنګ د افغانستان په کليو او کوڅو کې پئيل کړ ګنی پکار خو دا وو چې د پوله ها خوا پاکستان (پښتونخوا نه) کې د ترهګرو مرکزونه او کارخانې په نخښه شوي وې. دوی خو لا مرستي ورسره کولې او کوي يې.
همداسي پاکستان ته پکار وه چې د ترهګرۍ کارخانې جي ايچ کيو، د کراچې بنوريه کې مدرسه، د اکوړۀ خټک مدرسه، له منځنۍ پښتونخوا نيولې بيا تر چمنه پوري د ترهګرو د روزني کيمپونه (چې د پوځ تر نظارت لاندي چليږي) په نخښه شوي وو.
۶. دواړو ترهګر زورور کړل. امريکا القاعده د کميونزم ضد او پنجاب طالبان او نور ترهګر د افغانستان او هند په ضد. اولسونه يې ورباندي وويرول. بيا يې له ويريدلي اولسونو غوښتل چې د دوی ضد عمليات وکړي. چې اولس د دوی ضد پاڅون وکړي نو يې هم بيرته پخپل روزل شوي ترهګرو ووژل. د عراق اوسنی حالت او د پښتونخوا امن لښکرونه يې بېلګي دي.
۷. القاعده او طالبان که څه هم د امريکا او پاکستان ضد دښمنۍ خبري کوي خو نه القاعده تر اوسه د امريکا ستراتيژک اهدافو ته نه طالبانو د پاکستان ګټو ته څه تاوان اړولی. دواړي ډلي ځائي بې ګناه اولس وژني، د ژوند د آسانتياوو مرکزونه په نخښه کوي او خلګ پخوانئيو وختونو ته تمبوي.