fbpx
اشرف ترکئ مقالې

جورج بوش، کرزی که اوباما

لیکوال اشرف ترکئ
نن افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو مهمه پاڼه لیکي. د دې هیواد وګړي په ډیر لیوالتیا او هیلو، چې بې شکه ډار او ځینو ته ناڅرګنده راتلونکي ښکاري ، د رایو سندوقونو خوا ته روان دي. افغانستان چې د سړی جګړې د لومړي پړاو څخه تر ۲۰۱۱ کال د سپتمبر تر ۱۱ نیټې پورې د نړی والو له یاده وتی یو هیواد و، یو ځل بیا د نړیوالو د سیاسي ، نظامي او استخباراتي نقشو په یو ستر ډګر بدل سو . خو په ښکاره د دې هیواد خلکو ته امریکا د یوه نوي ژوند او ولسواکي سوغاتونه راوړل. او دا سوغاتونه لکه دودیزه امریکایي حرکت ، یا بهتره به وي چې غربي دود ورته و وایو، د بمونو ، راکټونو او څرګنده وحشت په بڼه افغانستان راننوتل. په دې اساسه شیبه کې په افغانستان مین یا ورته خاین په لسګونو سیاسي او جهادي فعالینو له انګریز او امریکایي چارواکو سره اړیکي ونیولې چې د راتلوني حکومت په مشرتابه او سرتاسري جوړښت کې رول ولوبوي. په دې فعالینو کې یو هم حامد کرزی و چې ډیر ژر د مختلفو ښیګڼو یا سلاحیتونو له مخې د غربي ټولنې او افغان مجاهدینو غوره مهره وګرځید.
ټاکنې چې دولسواکي یو مهم اساس دی، په خپل زات کې یوه انقلابي نظریه ده. خو کاش چې ریښتیا هم ټاکنې او ولسواکي لومړی په غربي هیوادونو کې رامنځ ته سوی وی. یوه ژورنالیست له مهاتما ګاندهي څخه پوښتنه وکړه چې د غربي تمدن او ولسواکي په هکله څه نظر لرې؟ هغه ورته په ځواب کې داسې و ویل ،، غربي تمدن به ډیره ښه خبره وي که رامنځ ته شي؛؛.
د امریکا متحده ایالات چې بنسټ یې په غلا ، کاوبایي داړه ماري او سرمایه داري اساساتو باندې ایښودل سوی، هیڅ وخت او په هیڅ هیواد کې د خلکو اسلي او ولسي دولتونو ته اجازه نه ورکي چې رامنځ ته سي. تر ټولو غټه بیلګه یې سوسیالیستي بلاک او دنړۍ د تیلو او ګاسو ډک هیوادونه دي چې د امریکې د نظامي او استخباراتي حملو ، دسیسو او ډیپلو ماتیکو بندیزونو ښکار ګرځیدلي دي. کله چې جورج بوش ټاکنو ته نوماند سو د نړۍ پاخه سیاسي کارپوهانو او په تیره د غرب چپیانو مخکې له مخکې اندیښنه ښکاره کړه، ځکه بوش او د هغه د ملګرو حلقه یې ښه پیژندله. تاسو ته به په یاد وي چې د بوش په لومړي انتخاباتي کمپاین کې د پراخه درغلیو راپورنه تیر سول او رایې نه یوازې تر يوښتنې لاندې راغلې بلکه دویم پړاو ته لاړې او سره له شک او نا څرګنده اکسریت بوش ولسمشر وټاکل سو.
په دې خیره نن هر کار پوه او بیداره فعالین ښه پوهیږي چې د نړیوال سیاست او نړیوالو چارو تر شا پټې شیتاني ټولنې ، سازمانونه او کورنۍ ولاړې دي. د جورج بوش په دویم ټاکنیز کمپاین کې د هغه سیال نوماند جان کیرې و. جان کیرې او جورج بوش دواړه د امریکې او نړی تر ټولو زبر ځواکه پټې ټولنې ، ککره او هډوکي Skull and Bones غړي دي. ککره او هډوکي ټولنه نن یوه نړیواله پټه ټولنه ده چې په کال ۱۸۳۲ کې فریدیریک ایلس او یو څو تنو نوروقاچاقبرانو چې اسلي درآمد یې د آپینو سوداګري وه جوړه سوه. لاندې لیست کې د نورو بنیاد ایښودونکو نومونه په انګریزې ټکو وګورئ. جورج بوش په کال ۱۹۶۸ او د هغه سیال جان کیرې په کال ۱۹۶۶ کې دې ټولنې ته جزب سوي دي. د بوش کورنۍ له پخوا څخه له دې ټولنې سره تارخچه لري. د دې ټولنې غړي د امریکا لوړپوړې چارواکي او سوداګر تیر سي دي. ډیری غړي یې نامتو خلک دي او ځینې یې د پردې تر شا فعلیت کوي.
Frederick Ellsworth Mather (1833), Democratic member of the New York State Assembly (1854–1857)[2] Phineas Timothy Miller, (1833) American physician
William Huntington Russell (1833), Connecticut State Legislator, Major General
Alphonso Taft (1833), U.S. Attorney General (1876–1877), Secretary of War (1876), Ambassador to Austria-Hungary (1882) and Russia (1884–1885), father of William Howard Taft
همدا ککره او هډوکي دي چې د نوې نړی یا NEW WORLD ORDER لپاره یې معاصره بانکي او او سیاسي پټې ټولنې لکه Bilderberg Group او داسې نورې استخباراتي او وژونکي ټولنې رامنځ ته کړي. د دې ټولنې سیال او د ګډو ګټو ملګری د یهودانو زیونیستي Zionism،zionist ټولنه ده . د سکل انډ بونز ، ککره او هډوکي ټولنه نه یوازې په امریکا کې ولسمشران ، وزیران ، استخباراتي مدیران او اجنټان ټاکي ، بلکه له تیرو سل کلونو راپدې د نړی په ګوټ ګوټ کې ، چیرې چې د دغه سرمایه داري حلقي ګټې او تاوان پروت وي، دولتونه ړنګوي ، ولسمشران وژني یا یې میدان ته ټیل وهي او یا هم تراهګریزه ډلې ټپلې ، لکه القاعده او داسې نور په ډیر مهارت او پلان سره جوړوي. دا ټولنې په میلیاردونو ډالرو ، تکنالوجي، کارپوهانو ، پوځي لښکرو ، اټومي او کیمیاوي وسلو ته لاس رسی لري. دا ټولنې او د دوي غړي د هماغه سرمایه داري کورنیو بچیان او مزدوران دي چې د پخوا ني فیوډالي او صنعتي نظامونو ، د افریقایانو د برده داري ، غلامي ،دوره کې یې ځانونه د انسانیت او نړۍ واکداران بلل.
نه غواړم د پټو او شیتاني ټولنو په هکله ډیرې خبرې وکړم ، خو یوه لنډه یادونه یې ما دلته اړینه بلله. په دې کې هم هیڅ شک نسته چې په هره ټولنه او هیواد کې با وجدانه او ریښتیني سیاست وال ، فلسفیان او ولسمشران پیدا سوي او نور هم راتلونکي دي. په تیرو پنځوس یا شپیته کلونو کې د نړی په ګوټ ګوټ کې موږ ولیدل چې ملتپاله او سوسیالیتي انقلابونو د ریښتیني مبارزینو په مټ رامنځ ته سول او د امریالیزم په مخ یې کلکی څپیړی و وهلې. له دې انقلابونو څخه یو د افغانستان خلقي انقلاب و چې د ولس فکر او سیاسي جوړښت ته یې دایمي بدلون ورکړ. دا چې دا انقلاب څومره کامیاب یا ناکام و ، یا څومره پکې جنایت او خدمت سوی جلا بحث دی. خو موږ د دې شاهد یو چې امپریالیزم او د امریکا- انګریز استخباراتي شبکو نه یوازې په افغانستان کې بلکه په اروپا او لاتین امریکا کې یې په بې شرمانه توګه دغه ولسي ملتپاله او سوسیالیستي ، ټولنیز، مبارزین ، فعالین او دولتونو ته په ښکاره دسیسې جوړې کړې، مشران یې ورته ترور کړل او په ښارونو کې یې ورته اور بل کړ. د افغانستان معاصر تاریخ د دې دسیسو روښانه بیلګه ده.
د سپتمبر د ۱۱ نیټې نه وروسته د امریکا – انګریز جنګي او استخباراتي جنایات دومره روښانه او بې شرمه بڼه خپله کړه چې د پټیدو پکې هیڅ ځای نه دی پاتې. د عراق له جګړې وروسته ، کله چې نړیوالې ټولنې او د امریکا – انګریز وګړو د خپلو دولتونو په وړاندې کلک غبرګونونه ښکاره کړل او د عراق جنګ یې په کلکه وغانده. د امریکا او نړی لپاره باید Skull and Bones, Zionist, Bilderbeg, IMF, Rochdale, Golden Sach, Shell,BP,Rocker Fellar,Mossad, CIA, MI6 او داسې نورو ورته سازمانونو باید امریکې ته یوه نوې څیره یا ماسک په سر کړی وی چې د خلکو پام په بله کړي. د افریقایانو د غلامي دوره چې څه د باندې څلور سره کاله راپدې خوا د سپین پوستو غربیانو په مخ یوه توره لکه وه ، باید په سپینه ماڼۍ کې پاکه سوی وی. بارک حسین اوباما نه یوازې د یوې نه پاکیدونکې لکې لپاره سابون وګرځید بلکه د نړیوالو او په تیره بیا د امریکا – انګریز قهریدلي ملت د پام ګرځولو لپاره ښه لوبغاړی و. اوباما چې لکه فلمي ستوری ولوبول سو د نړیوالو پام له هغه زړه ماتونکي جګړې راوګرځید ، چیرې چې هره ورځ په زرګونو عرب او افغان ښځینه، ماشومان او بې ګنا نارینه به په امریکایي او انګریزې بمونو وژل کیدل.
بارک حسین اوباما ، چې تر اوسه یې امریکایان د مور او پلار په هکله ډیرې شکمنې پوښتنې او اسناد لري، سپینې ماڼې ته له رسیدو مخکې د افغانستان په هکله خپله کړنلاره داسې بیان کړه، ؛؛ افغانستان د امریکا ګټه وره او ښه جګړه ده، که زه په ټاکنو کې بریالی سم، له عراق څخه به خپل ځواکونه وباسم او افغانستان ته به یې ولیږم؛؛ . په دې وخت کې د افغان ولس مشر ښاغلی حامد کرزی چې په ډیرو غیر معمولي حالاتو کې سر په لاس د افغان ولس د لومړني ټولټاکنو له مخې ، د خپل هیواد د وګړو په غټ اکسریت د هیواد قانوني ولسمشر ټاکل سوی و، خپل اسلي څیره او سیاست ته مخه کړه. حامد کرزی چې کله له امریکاي ملاتړ سره افغانستان ته ننوت، په هیواد کې نه یوازې مقننه ، قضایه او اجرایه چوکاټ موجود نه و بلکه ، هیڅ ډول معاصره اولیه اړتیاوې یا موجود نه وې او یا هم په بشپړه توګه له منځه تللی وې. سپیره ډاګونه او ناروغ ملت چې د طالبانو له تیاره، مشکوکه او ناوړه نظام څخه د مرګ پولې ته رسیدلي ول، هر ډول بدلون ته یې ښه راغلاست ویل.
حامد کرزی د یو فعاله سیاسي شخسیت په توګه د مهاجرت په دوران کې ځان له نړیوال سیاست او افغاني کورني چارو څخه ځان خبرداره او بیداره ساتلی و. هغه پوهیده چې په وچ لاس ، تش جب او ماټ مټ باندې له داسې نړیوالو ځناورانو سره ډغرې وهل سیاست نه بله القاعده سټایل ځان وژنه او تیر وتنه ده. کرزی سم له لاسه د حالاتو په پام کې نیولو سره یې د امریکا له سیالانو ، لکه چین ، روسیه ، هند او داسې نورو هیوادونو سره ښې اړیکې ټینګې کړلې او د هیواد د اقتصاد او امنیتي ځواکونو جوړیدو ته یې پاملرنه وکړه. د حامد کرزي د دیارلس کلنې دورې په هکله به ډیر کورني او بهرني لیکوالان او څیوړنکي بشپړه تفسیلي کتابونه ولیکي ، خو د اوس لپاره دا ویلی سو چې د افغانستان په تاریخ کې، پرته له هغو مشرانو او نیکونو چې د معاصر افغانستان بنسټ ایښودونکي ول، تر ټولو غښتلی او پیاوړی ولسمشر تیر سوی دی.
په دې کې هم هیڅ شک نسته چې د کرزي په دوره کې فساد او تراهګري تر ټولو غټه نیګړتیا ده ، چې ولس او نړیوالې ټولنې یې پړه ګناه یوازې په ولسمشر کړزي ورتپلی ده. فساد او تراهګري هغه دوه پدیدې چې له ډیر پخوا تر نن ورځې پورې د نړۍ په هره ټولنه کې موجودې وې او په راتلونکي کې به هم وي. د سترې بریتانیا په پیاوړي دولتونو کې تر نن پورې فساد او تراهګي موجوده ده. د آیرلنډ ، آی آر اې جلا غوښتونکو تر پخځه شيږ کلونو مخکې پورې د بریتانیا د دولتي مرکز او شاهي کورنۍ په وړاندې مسلح او وژنکي تراهګریز کمپاینونه تر سره کړیدي. په امریکا او اروپا په ځینو هیوادونو کې د خپله اروپایانو تراهګري سازمانونه نن هم د خپلو هیوادونو په زد فعالیت لري، لکه د اسپانیا آزادي غوښتونکي او داسې نورې مافیایي کړی چې په ایټالیا او امریکا کې نامتو دي. فساد یو انساني ، شخصي کمزورتیا ده چې په هر ټولنه کې په یوه کچه یا بله رامنځ ته کیږي. که چیرې د کرزي په ولسمشرۍ کې وزیرانو ، ریسانو ، معینانو ، قومندانانو ، سودا ګرو یا مجاهدینو رشوت او تیری کړی دی، اسلي منبه یې امریکایي سرمایه داري نظام دی چې خپلو هیوادونو کې یې هم بې ساره مسالونه موجود دي.
د افغانستان په تاریخ کې نن حامد کرزی په لومړي ځل د هیواد ولسمشرۍ ته دا زمینه برابره کړه چې ولس په خپله خوښه د آزاده ټاکنو له لارې خپل غوره مشر وټاکي. دا یوازینۍ لاس ته راوړنه نه ده. حامد کرزی هغه ولسمشر دی چې له وران ویجاړ، خالي او ناروغه ملت څخه یې نن نړیوالو او راتلونکي ولسمشر ته یو داسې هیواد پریږدي چې نه یوازې نړیوال سیاسي او خپلواک هویت لري بلکه په هیواد کې د پام وړ او له ویاړه ډکې لاس ته راوړنې لري. نن د افغانستان اساسي قانون، اجرایه قوه، امنیتي ځواکونه ، بې شماره رسنۍ ، مخ په وړاندې اقتصاد او یوتکړه لوستی ، کارپوه نسل وړاندې کوي. په دې کې هم هیڅ شک نسته چې دا ټولې لاس ته راوړنې به کمزورې یا نیګړتیاوې هم لري. خو دا باید هیره نه کړو چې د دې ملت د پرمختیا ، ساتلو او پاللو لپاره یو ګاډی او ماشین موجود دی. دا چې راتلونکی ولسمشر به څومره دا ماشین غوړ او روغ ساتي دا دومره ګران کار نه دی. باغ کې ګلان کرل سوي اوس اوبو ته اړتیا لري.
غواړم ټولو هغو مشرانو، کشرانو او ماشیني کارپوهانو څخه په آخر کې یوه پوښتنه وکړم. آیا د راتلونکي ولسمشر څوک زمانت کوي چې د هغه په مشرۍ کې به رشوت ، تراهګري او تیری نه وي؟ څوک دومره ښه دی چې د هغه په سترګو به د امریکا له خوا ګومارل سوي طالبان او القاعده خپلې وسلې کیږدي او سوله به وکړي؟ څوک د دې زمانت کوي چې سبا به له افغانستان څخه په روس او چین حملې نه کیږي؟ څوک د دې خبرې مسولیت په غاړه اخیستی سي چې هر وزارت او هر قومندان یا جنګ سالار ته به څارونکي ولاړ وي چې څه کوي؟
د حامد کرزي په ولسمشرۍ کې ، پرته له فساد او تراهګري چې هغه هم د امریکا- انګریز ګډه پورژه ، پلان او پدیده ده، هیڅ ډول ملي خیانت زه نه ګورم. حتا کرزي سایب له امریکا سره په وچ ځان او د ولس د رایو په زور داسې جنګونه وکړل چې امریکایي بدماشان او نړیوال نازرین هم ورته حیران پاتې ول. که چیرې کرزي د امریکا – انګریز د بمباریو ، رشوتونو ، او زندانونه مخه نه وی نیولې، نن به په هیواد کې نه ټاکنې تر سره کیدې او نه به د راتلونکې لپاره هیله موجوده وه. کرزي پرته له کومې ستونځې کولی سول له امریکا سره ستراتیژیک پیمان امضا کړي او د امریکا په زور په افغانستان کې دیکتاوري نظام پلي کړي، خو داسې یې ونه کړل. حامد کرزي په خپل سیاسي فهم او مشورتي ډلې په مرسته دې نتیجې ته ورسید چې له امریکا سره د پوځې اډو او دایمې پایښت لپاره سوله ایزه مبارزه کوي او هیڅ وخت به یو تیري کونکي هیواد ته په خپل کور کې د پاتې کیدو سند نه امضا کوي. د ولسمشر دوره او شخصیت باندې باید غیر احساساتي غور وسي او نړیوالو حالاتو ته په پام سره د هغه موقف وڅیړل سي. زما په آند حامد کرزی د معاصر افغانستان یو ستر اتل دی او د هیواد راتلونکی ولسمشر باید په هره مهمه نړیواله او کورنۍ فیسله کې د هغه مشوره تر لاسه کړي.
غواړم دا لیکنه په یو دوه جلمو او خبرداري پای ته ورسوم: افغانستان یو خپلواکه هیواد دی، بیداره او محرک ملت لري او باید له دې هم ځان خبر کړي چې نن یو ځل بیا دا هیواد د نړیوالو دسیسو، سړی او تودې جګړې یو مهم او اساسي مرکز ګرځیدلی دی. افغانان باید له قومي ، ژبني او سمتي نا سمو سیالیو څخه لاس واخلي او د یو متحد افغانستان ، چې برابري او وروولي یې اساس وي کار وکړي،نن اشرف غني او عبدالله عبدالله سیالیو ته ولاړ دي او دواړه د افغان مور بچیان دي. دوا دواړه نوماندان خپلې نیمګړتیاوې او ښیګڼې لري. موږ د یو موټي ملت په توګه باید د خلکو رایې ته احترام وکوړ او هر یو له دوئ څخه چې زموږ مشر سو موږ یې باید ملاتړد وکړو او هغه وهڅو د سولې او برابرې لپاره کار وکوي، که نه نو ټول به له منځه ولاړ سي.
په درناوي
اشرف ترکی