fbpx
جلال بازوان ژباړې

دوستي د چینایانو له نظره (دوهمه برخه)

لیکوال جلال بازوان
لمړې برخه: سلیم عقل
لمړې هغه څه چې چینایان ئې له ډیر پخوا څخه کوي هغه هم د فرد، او د فردي روابطو عزت او اخترام کول دي. له پخوا راهیسې د چینایانو اخلاقي او معناوي تربیت د ځنو قوي، ادبي او هنري مکتبونو په ذریعه شوېدي. اصل کې اخلاقي او معناوي قوانین او اصول هغه څه دي چې د چینائي ټولنه ئې رامنځته کړېده.
پخوانېو چینایانو به داسې انګېرله چې:
伦理是中国社会得以运转的重要规则,古人将君巨,父子,夫妇,兄弟,朋友作为“论语”
ژباړه؛ د یو بادشاه او د ملت، د پلار او ځوي، د ښځې او خاوند، د ورونو او دوستانو ترمینځ رشته د غاښ او ورۍ په څېر پنځه ګونې رشته ده.
دغه پنځه ګونې اړیکو ته د ګونګ ځه (کنفیوشیس) اصل وائي.
منګ ځه (Mencius孟子) وائي چې: د زوي او پلار رشته د وینې ده، د یو ملک بادشاه او د هغه د ملت رشته د متقابل تعهداتو رشته ده، د ښځې او خاوند رشته د مینې ده، ښځه د کور دننه کارونه پرمخ وړي او سړی د کور د باندې. مشران په کشرانو شفقت کوي او کشرانو ته پکار دي چې د مشرانو عزت او اخترام وکړي. ملګري او دوستانو رشته د وفادارې ده، باید بو پر بل مهربانه او صمیمي وي. دغه اصول د خلکو او د هغوي د رشتو قوانین او پرنسپونه دي. په ټولنیزه توګه ټولنیزې اړیکې ډیرې معلقې او پېچلې وي نو لدې امله دغه پنځه ګونې اصل ته مونږ د دوستانو ترمنځ د اړیکو او مناسباتو په نظر کتلې شو. د حکومت او ملت اړیکې، د پلار او زوي اړیکې، د ښڅې او خاوند اړیکې، د مشر او کشر اړیکې ټولې یو ډول دوستانه اړیکې او مناسبات دي.
ژباړه: ج.بازوان شینواری
شنجن پوهنتون د بهرنېو زده کوونکو استوکنځې.
2014/5/21