fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د NWFP نه د KPK پورې سفر

زمونږ که ترقی ده بس هم دومره ترقی ده
مجنون په کوردېره شولېلاغرته وخته
داخبره دنمرپه شان په ډاګه ده چې پښتون قام په هره حواله په پاکستان کښې کمزورے ، بې پېژندګلو،نالوستے اومستعمره ساتلے کېږی اوکه داسفراوکوښښ دغسې دوام داروی اومونږ لکه دړندو،کڼواوچاړاګانودغه تماشه کواودبې حسۍ پدې مظاهره وياړوهم نولرې نه ده چې خپل قامی حېثيت هم داسې له لاسه ورکړولکه چې موپښتون تارېخ اوژوندژواک دلاسه ورکړے دے.
دعوامی نېشنل پارټۍ ديواوږود اونه ستړی کېدونکی جدوجهدوروستوزمونږصوبې ته لکه دبرېطانيې دمزاج سره سم دهغوی شاګردانوپه ډېره ناخوالۍ دې ته غاړه کېښوده چې دپښتنوشمالی برخه دې په خېبرپښتونخواه ونومېږی.هغه ټولې مسلې اوګرانې بارباروڅېړلے شوې کومې چې د دې نوم ورکولوسره سرکاری اداروته راپېښې وې هغه اخراجات دصوبې په سروتپلے شول بهرحال که مناسب نوم نه ووخومونږپرې صبروکړو.
نن ډېرپه چالاکۍ ، تړلی سازش ، اوپښتون دښمن قوتونوپه تابيا بې د څه بل پاس کېدوپه آئين کښې دترمېم کېدو،بې له څه اخراجاتواوقومی اوصوبائي اسمبلۍ اوسينټ دبحث ؛ مباحثې اودلاس ته راوړونتائجوډېرپه سپين سترګۍ دپاکستان پښتنواوغېرپښتنوصحافيانودواړه اسمبلواوسينټ منتخب اوغېرمنتخب ممبرانو په پښتون دښمنه مېډيا دپښتون قام سره دخپلې دښمنۍ مظاهره شوروع کړېده.ډېرپه اسانه يې د 
KPKپه نامه واپس لکه دNWFP بې نومه کړو.
کوم سرکاری اوغېرسرکاری نارينه اوزنانه چې دخېبرپختونخواه لپاره د 
KPK نوم استعمالوی هغه زمونږقامی دشمن دے اودغه مخفف مونږسره داستعمالونکی په توروټکوغندو.
ټولوپښتنومينه والوته پېلامه ورکوم چې هرپښتون که انفرادی طوروی که اجتماعی طورکه صحافی وی که لېکوال که دچاپ مېډياسره اموخته وی که دلېدمېډياډنډورچی وی که دهرسياسی ،مذهبی ږوند سره تعلق لری ياغېرسياسی وی زمونږنوم دې نه ورانوی.
دفېس بک واړوملګروته درخواست کوم چې زما دادرخواست دخپله وسه اوتعلقاتوترحده دواکمنواودهغوی کارېندوته ټولې مېډيا سرکاری ، اولسی ادارواوسياسی اومذهبی خلقواوډلوپروته ورسوی.چې مونږنه بې نومه کوی.
28/08/13