fbpx
ساهو برلاس کوزه پښتونخوا مقالې

په وينو رنګ وزيرستان

لیکوال ساهو برلاس
د چارشنبې په ورځ ۲۱، ۰۵، ۲۰۱۴ د پاکستاني پوځ يو آفيسر د طالبانو سره په نخښته کې مړ شو. د دې پايله څه کيدلای شوه؟ په مهذبه نړۍ کې د قاتل نيول او سزا کول. خو وزيرستان د يو رياست برخه نه، کالوني ده. هم هغه د فرنګ قانون ورباندي تپل شوی. مرګ که هر چا وکړ، سزا به يې ټول کلي ته ورکول کيږي.
د زيارت په ورځ، ۲۲، ۰۵، ۲۰۱۴ پاکستاني پوځ ماچس کيمپ په ميرعلي کې محاصره کړ. ټينکونو او جنګي الوتکو په سلګونو کورونه او پلورنځي ونړول. بې ګناه اولس يې پکښې و وژلۍ. ماشومان، لوستونکي، سپين ږيري، ميرمني: هيڅ توپير پکښې نه وو، چې په مخه ورغلل هغه يې ووژل.
د دې ظلم او جبر پايله به څه وي؟ د پاکستان چارواکي ورباندي پوه دي. دا به خلګ بيا و دې ته و هڅوي چې د غچ لپاره د طالبانو سره ملګري شي. طالبان به د دې خلګو روزنه کوي او بيا به يې د پاکستان، عرب او نړيوال سامراج په ګټه د سيمي په بېلابېلو هيوادونو کې جنګوي. د جنګره او بې عقله خلګو تاريخ هم داسي وي چې تل د بل په ګټه کارول کيږي.
وزيرستان له درې اړخيزه ظلم او جبر سره مخامخ دی.
۱. له يوې خوا طالبانو، بهرنۍ يرغلګرو اشغال کړی. دا طالبان چا روزلي؟ وسله څوک ورکوي؟ دومره پيسه څوک ورکوي چې دوی دومره ګران بئيه وسلې ورباندي اخلي؟ او ترهګر عمليات په ټوله سيمه کې کوي؟ بهرني ترهګر چا راوستلي؟ دوی چا دلته ځای کړل؟
۲. له بلې خوا پاکستاني پوځ بمباري ورباندي کوي. خلګ ووژني، بې کوره يې کړي. هدف يې څه دی؟ د طالب ختمول؟ يا. د حافظ ګل بهادر سره (چې د حقاني شبکې سره نيږدې اړيکي لري) يې د امن تړون لاس ليک کړی او د دې ډلي په ترهګرو هيڅ کار نه لري. هم داسي نور نازولي يې روزلي او لار ورته جوړوي چې په افغانستان کې ترهګر عملياتو ته دوام ورکړي. د داسي ترهګرو د روزني کيمپونه له منځنۍ پښتونخوا نيولې د سهيلي پښتونخوا پشين، کچلاغ پوري جوړ شوي چې پوځيان يې سرپرستي کوي.
۳. دريم جبر د ډرون بريدونه دي. پوښتنه دا د خلګو ذهن ته راځي چې امريکن که په رښتيا ترهګري ختمول غواړي نو پاکستاني پوځ له مرستي ولې ورکوي؟ عام ښاروال او کليوال، طالبان ويني چې افغانستان ته ځي راځي، دوی يې نه ويني؟ که يې ويني نو د طالب په بادار او خالق (پاکستان او سعودي) ولې فشار نه زياتوي؟ د طالب د بادار په ضد ولې څه نه کوي؟
د دې ټولي لانجي حل به څه وي؟
۱. د پښتنو د خپلواک دولت افغانستان لخوا په نړيواله کچه دا رښتيا اولسونو او حکومتونو ته رسول چې طالب څوک دی، روزنه يې څوک کوي، کاروي يې څوک؟
۲. د محکوم افغان وطن پښتنو لخوا داسي پراخ بنسټه سياسي کمپاين او احتجاج چې په دولت فشار زيات کړي او پښتون اولس پوه کړي چې لوبه څه ورسره روانه ده.