fbpx
جلال بازوان ژباړې

دوستي د چینایانو له نظره

لیکوال جلال بازوان
۷. سرخندونکي دوستان (刎颈之交): د دوستانو دغه ګټګوري هم د «د یو بل لپاره سر ورکوونکي دوستان 生死之交» ته ورته دي. سرخندونکي دوستان هغه دي چې د یو بل لپاره د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ولاړ وي. د دوستانو د غه ډله د « د جنرال او وزیر د پخلاینې 将相和» او د یو مشهورې فولکلوري سندرې (اوپرا 京剧 ) د «د عاجزانه بخښنې غوښتنه 负荆请罪» څخه سرچینه نیسې. وايي چې لي ان پوا (廉颇) او لين شیانګ رو (蔺相如) دوه حکومتي چارواکي ول. لي ان پوا یو پوځي جنرال ؤ او په پوځي هنرونو (مارشل ارټس) کې يي ساری نه درلود، برعکس لین شیانګ رو یو عالم او لیکوال سړی ؤ چې له پوځي هنرونو څخه برخمن نه ؤ. یوه ورځ لي ان پوا د لین شیانګ رو ته ددې لپاره چې کمزورې ؤ نو هغه ته يي په سپک نظر وکتل، مګر لین شیانګ رو چې د قلم خاوند ؤ نو د لي ان پوا په مقابل کې يي هیڅ عکس العمل ښکاره نه کړو. د لین شیانګ رو دغه رد عمل نه ښکاره کولو لي ان پوا ډېر شرمنده کړو. لي ان پوا د شرمندګې له امله خپل کمیس وویستلو او پر شا يي د ګلاب اغزنې څانګې وتړلې او د لین شیانګ رو کور ته ورغلو. لي ان پوا له لین شیانګ رو څخه د خپل سپک عمل چې هغه ته يي په ټیټه سترګه کتلي ول د سزا غوښتلو غوښتنه وکړه، مګر لین شیانګ رو چې یو صبرناک او د زغم وړ کس ؤ هغه يي وبخښلو او له هغه وروستو دواړه د ژوند تر اخره سلګۍ یو له بل سره کلک دوستان پاتې شول او د هغه وخت بادشاه جاو «赵王» په خدمت کې يي اوږه په اوږه کار وکړو.
د ملګرتیا دغه ډول مانا دا چې تاسې او ستاسې چینايي ملګري به د ژوند ځنې داسې ترخې تجربې هم ووینې کوم چې به ستاسې ژوند په خطر کې واچوي. که چېرې تاسې د مرستې په وخت کې د یو بل لاس نیوې وکړئ، د لوړو او ژورو په وخت یو د بل ترڅنګ ودرېږئ، او دواړه خواوې یو د بل سره خوښي او غم شریک کړی، نو دا به تاسې په سرخندونکي دوستانو په ډله واړوي.
ژباړن: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ
۱۱-۴-۲۰۱۶
شنجن پوهنتون
بېګوان کتابخانه