fbpx
مقالې ملي پاڅون

افغانستان او د افغانستان شاهان

لیکوال ملي پاڅون
افغانستان کې پرله پسې جنګونو، د پښتنو منځي اختلافاتو، ناخوندګۍ، بډو رشوتونو او لالچ حرص پښتانه ډېر ځپلي او کمزوري کړي دي او اوس هم د دغو رنځونو نه په امان نه دي۔ افغانستان له هر پلوه د پښتنو وطن دے خو راج پکې د نورو نسلي ډلو دې هر څو که دغه ډلې په هره مانا کلک افغان پرسته ولې نه دي۔ پښتنو کې دا ناروغۍ د افغانستان تش په نوم پښتنو باچايانو پيدا کړې دي او د دويۍ په شا ناست سامراجي ځواکونو هم دا غوښتل چې پښتون سره دا عمل اوکړي۔ سدو زو بيا په تېره تېره بارکزو او ورپسې نادرزو د پيرنګيانو ښه په نره خدمتونه اوکړل او په انعام کې يې ورته خپل پښتون ورور رااوپرزلو، خپل وطن يې د پردو خلکو لاسو کې ورکړو او خپل وطن يې په پيرنګي خرڅ کړو۔ د ۱۸۹۳ نه پس د افغانستان د ملي بشپړتيا څو چانسونه په لاس ورغلل خو چا ترينه ګټه پورته نه کړه۔ ولې خان خپل کتاب کې ليکي چې د دويم لام په زمانه کې د برتانيه دولت غوښتل چې افغانستان خپلې زمکې بيرته واخلي خو چا پکې دلچسپي وانغسته۔ د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ جنګونو دوران کې د افغانستان تش په نوم واکداران د پنجابي حکومت په شا ولاړ وو۔ دا پرې لا د پاسه چې د پښتنو ملي ګوندونو راپرزولو دپاره به يې د مخالف ګوندونو مالي مرستې هم کولې۔
د هجرت زمانه کې حضرت باچا خان افغانستان ته لاړو، په کابل کې يې شپي ورځې تېرې کړې، د هغه وخت د افغاني چارواکو سره يې ليدنې کتنې اوکړې، د غازي امان الله خان سره يې هم ملاقات اوکړو، ځوان هلک وو هر څه يې په خپلو سترګو اوليدل او دا ورته مالومه شوه چې کابليان په څومره اوبو کې دي۔ کله چې باچا خان په ۱۹۳۰ کې د خدائي خدمتګارۍ بنياد کېخودو نو هغه په دې خبره پوهه وو چې د کابل واکداران د څومره ايمان خاوندان دي او په دې سيمه کې د پښتنو او افغانستان څه دريځ يا حثيت دے۔
زه د باچا خان ټول سياست سره همغږے نه يم او نه باچا خان د انتقاد نه لوړ بولم خو دا د هغه لوړتيا او سترتيا ده چې ډېرې ناګړدې يې اوګاللې خو پيرنګيانو سره سودا بازۍ ته تيار نشو او ځان يې لکه د کابل شاهانو په شرمونو اونه شرمولو۔