fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځمه برخه ( ۱۳)

بختور:- تل ودانه ! لکه څنګ چې مخکښې مونږ په نورو پېښو کښې د نائي او جولا ترمینځ غوره او کیڼ نه دي کړي. دغسې به پوهنه او روزنه هم د دواړو لپاره برابر وي.
تل ودان:- زه دې ملاتړ یم
بختور:- ځار دې شم. که د جولا ځوئے د جولا ګېرئ پوهنه او روزنه خپلول خوښوي نو هغه ته مونږ د غورچاڼ پرېکړه پروژه کړېده. او که هغه نائی توب کوي او جولا ګېری نه کوي هم دهغه رضا ده.
تل ودان:- یقینی ده او دا یادونه مونږ مخکښې هم کړېده.
بختور:- دغه اختیار د نائی او شاخېل او د نورو د بچو د پاره هم دے.
تل ودان:- ولې نه .
بختور:- مونږ دا هم وئیلی دي چې د جولا ځوئے که نائی جوړ شی نوکسب خېل کلی ته هیڅ نقصان نشته.
تل ودان :- او ! یاد مې دي.
بختور:- دغه شان که د جولا ، نائي ، او خان ځامن درېواړه ډاکټران شی هم به کسب خېل کلے په وده وی نه چې په تنزل.
تل ودان :- سمه ده.
بختور:- دغسې به د کسب خېل کلی دا زمواری هم وی چې د جولا ګېرۍ نائی توب او یا نورو تربیه کونکو ادارو د هر ضرورت ، اختیار او اذادۍ قدر وکړی چې هغه په اذادانه ماحول کښې د هر کسب ګر صلاحیتونه لا پسې ځلانده کړی.
تل ودان :- زه پوهه نه شوم.
بختور:- موخه مې داده چې د جولا تربیت ګاه ته مونږ دا پوره اختیارورکړو چې هغه دې د جولاګېرۍ هنر د پیاوړونه پیاوړے کړي. یعنې چې څومره صلاحیتونه لري دومره دې جولا ګېری مخ په وړاندې بوځي.
تل ودان :- پوهه شوم.
بختور:- دغسې دې نائي توب هم وده وکړی او دهقان او شاخېل هم.
تل ودان:- خوښه مې ده
بختور:- دلته به په هر تربیت ګاه قدغن هم ږدو.
تل ودان :- هغه ځنګه؟
بختور:- هغه داسې چې مونږ جولا ته دا اجازت ورکړے دے چې جولا ګیری دې به حد کمال مخ په وړاندې بوځي خو دا اجازت به نه ورکوؤ چې هغه دې په دهقانۍ یا نائي توب پورې پشاړې وکړي.
تل ودان :- دا خو لازمه ده
پسې بیا