fbpx
تحقیقي مقالې ژباړې ساهو برلاس

د منافقت په ښار کې ـــــــــــ وَلټئېر

لیکوال ساهو برلاس
د وړو بوټو ترځنګل لوړ، چرته چې ګڼي وني ولاړي وې، زه د خپل لارښود سره ورغلم. هلته د تير شوي وختونو ټول هوښياران د هوسا ژوند خوند اخيستۍ.
هلته ما يو سړی وليد چې پر مخ يې نرمي او شفقت ځلېدل. ما ته د ۳۵ کلونو ښکارېدۍ. کله چې ده د هډوکو دلۍ (کوټه) ته د رحم په نظر کتل، د کوم نه چې به زه د هوښيارانو کور ته تېرېدم، زه حيران شوم چې مې کله د ده پړسېدلي او ويني ويني پښې وليدلې. لاسونه ېې هم داسي وو، اړخ يې پرهار پرهار وو، په متروکه (کوړا) وهلو يې د پښتۍ څرمن اړول شوې وه. اف خدايه ! ما ده ته وويل، دا څنګه و شو د يو داسي سړي سره چې ايمانداره او هوښيار دی؟ ما اوس له يو کس (سقراط) سره و ليدل چې ډېر په بې رحمه توګه وژل شوی وو خو ستاسو ټپونه تر هغه هم زيات دي. بدماشه پادريانو او قاضيانو هغه ته زهر ورکړی وو. ايا ته هم دغسې پادريانو او قاضيانو په داسي بې رحمه توګه وژلي يې؟
ده په ډېر ادب ځواب راکړ ـــ “هو!”
دا منافقان څوک ول؟
دوی منافقان ول.
آه! ټوله کيسه دي وکړه، زه په دې يوه ټکي پوهـ شوم چې دوی تاسو ته د مرګ سزا درکړې وه. ايا! تاسو هم د سقراط غوندي دوی ته ثابته کړه چې سپوږمۍ ښځه خدای نه ده او عطارد خدای نه دی؟
يا! خبره د دې سيارو نه وه. زما وطن وال په دې بېخي خبر نه وو چې سياره څه ته وائي؛ دوی ټول بې شرمه جاهلان ول. د دوی خرافات (پوچ عقائد) د يونانيانو څخه بېل وو.
نو تا و دوی ته نوی مذهب ورښود؟
يا! بېخي نه. ما دوی ته بس دومره ويل “له خدای سره د زړه مينه کوی او له بل انسان سره داسي مينه کوی لکه د خپل ځان سره، هم دا د انسان وظيفه ده”. ته ووائيه؛ که دا خبره دومره زړه نه ده لکه کائنات، اوس ته ووائيه؛ که ما دوی نوي مذهب ته رابللي وي. ما به دوی ته تل ويل چې زه دې له نه يم راغلی چې قانون مات کړم. ما د دوی ټول رسوم وليدل، هم داسي زه سنت شوی وم لکه دوی ټول، د تعميد غسل baptized مي کړی وو لکه څنګه چې په دوی کې ډېر ليواله خلګو کړی وو، د دوی غوندي ما هم قرباني کوله، د يهوديانو کالنی جشن Passover مې هم داسي لمانځلۍ لکه دوی، وری به مي له کاهو سره خوړلی. زه او زما ملګري به درمسال ته د عبادت لپاره تلل. زما ملګرو خو زما د مرګ پس درمسال ته تګ عادت وګرځولی. لنډه دا چې ما د دوی ټول قانون منلی. هيڅ مي هم پرېنښودل.
څه! دې ناروا هم ته دې و نه هڅولې چې د دوی لاره پرېږدې؟
يا! بې له شکه.
بيا يې ولې دې حال ته ورسولې، په کوم کې چې دي زه وينم.
له ما څه اورېدل غواړې! دوی ډېر ځان خوښي او خودغرضه وو. دوی پوهـ وو چې زه دوی پېژنم. دوی پوهېدل چې زه خلګ ورباندي خبروم، دوی زورور وو، زه ېې و ووژلم. د دوی غوندي خلګ به تل هم داسي کوي، که دوی کولای شول، له هر هغه چا سره چې له دوی سره انصاف وکړي.