پښتون وطن کې “څوک يې؟”، پوښتنه ستاسو نوم او روزګار تپوس نه دې. د دې نه د خلګو مراد، د قبيلې پوښتنه ده. زموږ په سيمه (سهېلي پښتونخوا) کې خلګ د نابلده سړي نه تپوس کوي چې “د کوم قام يې؟” مطلب يې هم هغه وي چې تپه يا قبيله دي کومه يوه ده.
بيا د پښتنو تپې د يو قام ټول شرائط په ځای کوي. ځانګړې جغرافيه، ځان له دود دستور، د جامو توپير، د بلې تپې سره ښکاره پولي، د يوې تپې په سيمه کې د مېلمه ساتنه، د نورو تپو سره ډپلومېټک اړيکي او داسي نور. که څه هم دا ټول امتيازات دومره واړه دي چې د پښتون په خپل منځ کې ښکاري، خو غير قام يې توپير نشي کولی. ځکه و خارجي نيواکګرو ته پښتون په حيث د قام درېدلی دی، په حيث د تپې نه.
دا داسي تضادات دي چې له يوې خوا په پښتنو د تاريخي جبر ښکارندوی دي چې نيواکګرو، د نړۍ ښکېلاګرو پښتانه فطري ودي (ارتقا) ته پرېنښودل. بلې خوا ته د پښتنو خپلواک دولت، د يو ملت اساسي پېژندګلوي (شناخت) او د اجزاو د کل سره ټينګ تړون ښکاره کوي.
د پښتنو د خپل منځې بې اتفاقي ته پښتنو مشرانو ځای په ځای اشارې کړي. لکه شيرشاه سوري چې ويل “زما په دربار کې د قبېلو ذکر مه کوئ”، خوشال ويل “که توفيق د اتفاق پښتانه مومي” يا دا چې “يو اتفاق ورپکښې نشته ډېر ارمان” يا د باچا خان وينا “چې پښتانه اتفاق نه کوي”.
بله خوا موږ دا وينو چې پښتنو د يو قام په حيث ستري امپراتوری جوړي کړي او داسي لوی کارونه بې له اتفاقه نه کيږي.
د تپو و پرګنو دا وېش پخپل ځای، خو د پښتون په تاريخ کې يوه لويه غميزه د ډېورنډ توره استعماري کرښه ده. انګرېز بيا هم څه مسلماني لرله، د افغان کلمه يې له پښتنو نه واړول. هن تر دې چې د پاکستان د جوړېدو لس کاله پس هم په ښوونځي کې د پښتنو بچيانو د قام په ځای “افغان” ليکل کېدی. بيا پاکستان دا نوم ترې ليري کړی. اوس په ښوونځي او لوکل کې د تپې نوم ورسره ليکل کيږي.
د ډيورنډ د کرښي په ضد، په محکوم وطن کې د پېرنګي سره ډېر جنګونه و شول. څه لوی، څه واړه او څه بيا څه زورورو پښتنو په يواځي سر کړي دي. په داسي جنګونو کې څه نوموړي اوس هم تاريخ ياد ساتلي چې څه وياړلي نومونه:
ملا پونده، حاجي صېب ترنګزی، فقير اېپي، ملا رحيم پوپلزی، د اډې ملا صېب، ازمير مندوخېل، شاهجهان جوګيزی، مشو مراڼی، سيف الله خدايدادزی، ساوڼ موسیٰ خېل، ايوب خان اڅکزی، پالې خوستی……
دې خوځښتونو کيشنۍ برياوي تر لاسه کړې خو دا توان يې و نه موند چې د زوروري امپراتورۍ نه ځان خلاس کړي. لاملونه يې د سياسي مرکزيت او يو منظم قامي لښکر نه شتون وو.
د دې خونړۍ جګړو پس د مبارزې لاره پښتنو بدله کړه. د ډيورنډ کرښې په ضد دې مبارزې سياسي رنګ واخيست. اوس د دې مبارزې سر لښکر، باچا خان، خان شهيد او کاکاجي صنوبر حسين غوندي مشران وو. دې مشرانو هم د پيرنګ په ضد مبارزه وکړه هم د پنجاب. پښتانه يې سره راټول کړل. ښکاره اهداف يې ورته و ټاکل.
د دې مبارزې تسلسل اوس هم په پاکستان کې د ملتپالو ګوندونو په څېرژوندی دی. پښتونخوا ملي اولسي ګوند د مراڼيو له غرونو نيولې، د سبي تر ميدانونو، بيا له دېره اسماعيل خان نيولې تر خېبره پوري د پښتون د يو والي، لر و بر يو افغان خبره په ډاګه کوي. د موسیٰ خېل په غرونو کې به په ديوالونو ليک ووينې چې “په آزاد افغانستان کې د اسلام آباد لاسوهنه غندو”. په دې شعار کې آزاد افغانستان ځکه د پام وړ دی چې دا ګوند په پاکستان کې پښتون وطن، محکوم افغان وطن ګڼي.
هم داسي د عوامي نېشنل ګوند، پېښور په لويو غونډو کې د لر و بر يو افغان نارې موږ اورېدلي. پخپله د باچا خان جنازه او قبر د دې شاهدي ورکوي.
د دې مبارزې په لا پياوړي کېدو کې لوی خرنډ نړېدلی آزاد افغانستان دی. چې د پښتنو کور افغانستان جوړ شوی نه وي، نه دا کرښه له منځه تلی شي، نه پښتانه د پنجاب د دښمنۍ خلاسېدی شي.
په اوسني حالت کې دا هم حقيقت دی چې “څه” لوستي پښتانه د خپلو مجبوريو، د يو ځانګړي نصاب تر اغېز لاندي لوئېدلو، د پاکستاني دولت زوروري رسنۍ د پروپېګنډې تر اغېز لاندي داسي فکر کوي چې پښتانه ګوندي په ۱۹۴۷ کې زېږېدلي دي او تر دې پخوا نه وو.
خو دا هم حقيقت دی چې ملتپاله ګوندونه لا پياوړي شوي. فکر يې سائنسي انداز خپل کړی، په پوهنځي او پوهنتون کې ملتپاله ګوندونه متبادل تاريخ محصلينو ته وړاندي کوي او په قامي، سياسي او تاريخي شعور سنبهال پښتانه يې روځلي، اوس يې هم روځي.
دا ټول بحث که سره رانغاړو نو دومره ويلی شو چې کوم افغانان چې د پښتنو تر منځ واټن څېړي نو يواځي حقيقت نه (په بله معنا رنځ) دي نه څېړي، ورسره دي لاملونه او درمان هم څېړي. د دې به ګټه دا وي چې اولس به بې باوره کيږي نه، د يو والي هيله به يي شليږي نه، مبارزه به يې څړيږي نه.
لر و بر يو افغان يو حقيقت دی. که څه هم د وخت جبر دی، په دوو هېوادنو کې اوسي، خو زړونه يې په شريکه سره درزيږي. په نړۍ کې د يو پښتون، يو افغان په حيث ياديږو. پښتون بلوڅ ايالت کې، بلوڅان پښتنو ته اوس هم د افغان کلمه کاروي.
د پښتنو خپل قبائلي جوړښت هم پکښې خرنډ دی چې د بلي تپې وګړي نه قبلوي. دا هم حقيقت چې پښتانه د نورو تپو سپکاوی کوي او خپله تپه، قبيله په وياړ سره يادوي لکه زموږ په سيمه کې يوه قبيله په بې عقلی، يوه په بې زړه توب، يوه په زړورتوب يوه په رنګ يادوي.
د دې ټولو درمل يو منظم سياسي ګوند دی چې پښتانه سره راټول په يو مرکز کړي. د سيمي، قبيلې او استعماري سياست څخه يې رابېل کړي. د دولت، سياست او ټولني په چارو يې پوهـ کړي.
د اختلافاتو اور ته لمن وهل د رښتني افغان سره نه ښائي. اختلافات او تضادات دي په پام کې و نيول شي او د حل لاري چاري دي د اولس په زور و لټول شي.