fbpx
ساهو برلاس مقالې

د استعمار په ضد د بلوڅ اولس مبارزه

لیکوال ساهو برلاس
بلوڅان د پنجاب په ضد مبارزه په ډېر سائنسي انداز او زړورتوب کوي. د نړۍ د هر انقلابي غورځنګ، وسله ايز قيام او خوځښت جاج که واخلو او بيا د بلوڅو د مبارزې بېلا بېل اړخونه په پام کې و نيسو نو پوهـ به شو چې بلوڅ د داسي هر انقلاب برياوي په پام کې ساتلي او له کمزوريانو يې ډډه کړې ده. د دې تفصيل څه په دې ډول دی.
۱. بلوڅ د استعماري رياست خپل منځي تضادات او کړکېچونه په پام کې ساتلي دي. او دا تضادات يې په ډېر هنر ښکاره کړي دي. د ماما قدير “لانګ مارچ” وي، د ورک شويو خلګو لپاره نړيوال کمپاين که په لوېديځ کې د بلوڅ ملي غورځنګ استازي، نړيوالي رسنۍ يې و دې پوښتني ته هڅولي دي چې بحث وکړي چې دا ورک شوي بلوڅان، رياستي استخباراتي ادارې ولې ورک کړي. ځواب به يې هم دا وو چې بلوڅ خپلواکي غواړي.
د يو غير فطري رياست دا تضادات چې قامونه پکښې راښکېل دي او دا رضاکارانه فېډريشن نه دی د پنجاب د بادارۍ لاندي نور قامونه ژوند کوي او که يو قام د خپل حق غوښتنه کوي نو رياست يې په ډېر جبر، ظلم او وحشت له منځه وړي، بلوڅ نړۍ ته ښکاره کړل.
۲. د نړۍ اولسونو ته بلوڅ په ډېر برياليتوب ځان مظلوم او د رياستي جبر ځپل شوی قام ښکاره کړ.
۳. پنجاب د انرژي له کړکېچ سره مخامخ دی. د پنجاب کارخانې بندول د پنجاب صنعتکار ته (چې په يوه معنا د هيواد واکداران هم دي) تاوان رسوي. د کارخانو بندول کارګرطبقه بې روزګاره کړي چې په حکومت باندي لوی بار شي. دا طبقه د خپلې ورځينۍ اړتياو پوره کولو څخه هم بې وسه شي نو د حکومت په ضد راپاريږي او داسي په مقتدره طبقه نه يواځې دا چې فشار زياتوي ورسره د استعمار په صفونو کې ګډوډي رامنځ ته کوي (لکه په دويم نړيوال جنګ کې اروپا). بلوڅ دا کړکېچ نور هم زياتوي. د ګاز پائپونه هر ورځ په بمونو الوځوي چې نه يواځې د پنجاب کارخانو ته د ګاز سپلائي بندوي، د کورني اړتياو لپاره هم نه موندل کيږي. پنجاب په دې هڅه کې دی چې د دې کړکېچ څخه ځان په څه هنر و باسي.
۴. بلوڅ په دې اصول عمل کوي چې د دښمن دوست دښمن دی او د دښمن، دښمن دوست دی. ځکه د چين انجئينران ولي او د هند سره نيږدې اړيکي ساتي. په دې ډول نه يواځي دا چې په سيمه کې ځان له دوست پيدا کوي ورسره شريکي ګټي لټوي چې په راتلونکې کې به دوی ته ډېره ګټه ورکړي.
۵. بلوڅ په چاريکي جنګ کې د جنګ ميدان دومره وېړ/پراخ کړی چې د کوهلو له غرونو نيولې بيا د ګوادر تر غاړي پوري يې رياستي استخباراتي ادارې، امنيتي ځواکونه او پوځونه مسلسل د جنګ حالت کې ساتلي دي. دومره پراخه سيمه تر کنټرول لاندي راوستل ډېر ګران کار دی او ډېري روپۍ غواړي. په بل اړخ د چاريکي جنګ کونکو په دې جنګ څه لګښت نه راځي.
پاکستان چې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی، د دې جنګ لګښتونه ورته دومره ګران پرېوځي چې په يوه نه يوه توګه د بل هيواد چوپړ وهي. کله عرب ته خواست، کله امريکا ته. بلې خوا ته په داسي هره پروژه کاري بريدونه کوي چې د بلوڅ شتمنۍ لوټلو لپاره پنجاب جوړه کړې وي. د داسي پروژو د ساتنو لپاره پنجاب دې ته اړ وي چې ډېر پوځ و دروي. چې لګښت يې بيا څو چنده کړي. د رېل ګاډۍ لاري الوځوي چې پنجاب ته د شتمنئيو وړل ګران شي.
د دې ټاکټيک (د جنګ ميدان پراخول) يوه بل ګټه دا ده چې کله هم پاکستان له بهرنی مرستي بې برخي شي نو پاکستان به په دې و نه توانيږي چې خپلو پوځيانو ته خوراکي مواد او وسله ورسوي. په داسي حال کې به د پاکستان پوځيان داسي و نيول شي لکه په بنګال کې ۹۰ زره چې بنديان شول.
۶. بلوڅ په ملکي، د سيمي او نړيوالو رسنئيو کې زوروره پروپيګنډه کوي. د رياست ظلم و خلګو ته ښکاره کوي. خپل بې وځله ورځ کېش کوي. د خلګو خواخوږي ګټي. او داسي استعماري رياست له مورال مرستي بې برخي کوي. ورځ په ورځ پنجاب د دفاع و پوزيشن ته تمبوي.
۷. بلوڅ داسي خوندي ځايونه ترلاسه کړي چرته چې دوی ښه په هوسا توګه روزل کيږي. او خلګو ته دا باور ورکوي چې د پنجاب په ضد جنګ کول دومره ګران هم نه دی. آواران، کاهان په مسقل ډول له هر حکومتي نفوذ څخه وتلي او ډاکټر الله نظر او خېر بخش مری يې په خپل طرز ادارې منظم کوي. په دشت (چې د کوټې سره جوخت دی) کې هم په سکولونو کې د خپلواک بلوچستان بېرغ رپيږي او د بلوچستان خپل نصاب ورښودل کيږي. له دې اټکل کولی شو چې په ليري سيمو کې به د حکومت واک څومره وي.
۸. چې ګويرا ويلي وو که بدلون ته معروض تيار نه وي، ټوپک درواخله، معروض ټوپک پخپله جوړوي. دلته د ټوپک شاته د يوې انقلابي نظريې شتون مو هېر نه شي. بلوڅ هم د ټوپک په زور دومره کار وکړ چې يو سياسي ګوند به په لسيزو کې هم نه وو کړی. بلوڅ ماشومان لا نارې وهي “د پنجابيانو ګورستان : بلوچستان بلوچستان”. په تربت، کېچ او ګوادر کې د ښځو لوی لاريونونه کيږي چې د خپلواکۍ نارې وهي. و غرونو ته داسي باسوداه او شتمن ځلمي روان دي چې ډېري ښې څوکۍ او منصبونه يې لرل لکه جج، اټارني، وکيل، ډاکټر.
۹. له دې تولو سره په څنګ، بلوڅ سياسي کارونه هم کوي. که څه هم په يو بل نيوکي کوي خو غائي هدف د ټولو يو دی او ښه په هنر يې پرمختګ کړی دی. بلوڅ که خبريال دی، که سياسي کارکونکی، ساده اولس دی که پوهان دي ټول په يوه خوله دي. د رياست ګمارل شوي څو کسان په دوی کې ډېر سپک دي او چې کله يې هم لاس بر شوی دی له منځه يې وړي دي. په داسي هر اړخيزه مبارزه کې د ناکامئيو امکانات ډېر کم وي.