fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

خلګ او ليډرشپ — پاولو فرېرې

لیکوال ساهو برلاس
Pedagogy of the Oppressed څخه يو لنډيز(يادګېرنه: معلم دي ليډر او محصل دي خلګ وويل شي. ښوونځی = ګوند، مندرجات =منشور، د ښوونځي تکراري جملې لکه څلور واره څلور دي د ګوندونو د شعارونو په ډول په پام کې و نيول شي)

انقلابي ليډرشپ به حتماً په داسي تعليم عمل کوي چې معلم اومحصل (ليډرشپ او خلګ) په حقيقت باندي په شريکه فکر کوي. دواړه فاعلين وي. نه يواځي د حقيقت څخه د پردې اوچتولو په وخت او په تنقيدي ډول سنجولو اما د علم د بيا تخليق کولو په وخت هم سره ملګري وي. لکه څنګه چې دوی د حقيقت علم په شريک فکر او عمل تر لاسه کوي، دوی په دې هم پوهـ شي چې دوی د علم مستقل تخليق کونکي دي. په هم دې توګه د مظلوم د خپلي خپلواکی په مبارزه کې ګډون هسې دروغژن ګډون نه وي، دوی ذمه واري پغاړه اخلي.
د ښوونکي او زده کونکي اړيکي که په هره کچه وي، که په ښوونځي کې وي که د هغه دباندي، چې محتاط تحليل يې وشي نو د کيسه ويونکي (بيانيه) خاصيت رابرسېره کوي. دا اړيکي د يو بيان کونکي فاعل (معلم) او صابر، اورېدونکې مفعول (محصل) تر منځ وي. مندرجات Contents، که د اقدارو وي يا د حقيقت تجرباتي اړخ، د بيان په پروسه کې د ژوند څخه محروم شي. زموږ تعلليم د دې بيان له رنځه کړيږې.
معلم د حقيقت بيان داسي کوي لکه بې خوځښته، ولاړ، وېشل شوی وي او په اټکل ترلاسه کيږي. او يا به داسي موضوع مطرح کړي چې د محصلينو لپاره نابلده وي او د دوی له ژوند سره يې هيڅ تړون نه وي. د ده کار يواځې محصلين د خپل بيان په زور له مندرجاتو ډکول وي ــــــ داسي مندرجات چې د حقيقت نه ليري وي. له داسي کليت څخه ليري چې دوی راپاروي او وياړ ورپه برخه کوي. ټکي Words کلک نه، تش وي، پردي کړل شوي او له لافو ډک.
د داسي تعليم خاصيت د ټکو بدلونکې قوت نه، لوړ ږغ وي. څلور وارې څلور = شپاړس، د پارا پلازمينه بيلېم دی. محصلين يې يادوي، تکراروي او دا يې زړه ته ورتېر هم نشي چې څلور واره څلور په رښتيا څه معنا لري يا پارا د برازيل لپاره څومره مهمه ده.
مشران چې له خلګو سره مکالمه نه کوي، خپلي پرېکړي ورباندي تپي، دوی خلګ سازمان ته نه رابلي. دوی خلګ تر کنټرول لاندي راولي. دوی خلګو ته خپلواکي نه ګټي، نه دوی پخپله خپلواک وي، دوی خلګ تابع کوي.