fbpx
ساهو برلاس مقالې

د خرو شوریٰ

لیکوال ساهو برلاس
د “خرختا خر” په مشری کې د شوریٰ ولاړه (ناسته ځکه ورته نشو ويلی چې خره مجلس په ولاړه کوي) پيل شوه. خرختاخر و نورو سپينو خرو ته چې (سرونه د چا تور وو د چا سپين) وينا وکړه. ويلې: ما اورېدلي چې په کليو کې ګلان ډېر شوي. موږ خو ګلان هسې هم نه خورو نو د دې په ځای واښه بايد وکرل شي. د سبا نه دي د ګلانو وژل پيل شي.
نور خره: امير صېب ستاسو امر به تعميل شي.
خرختاخر: په کليو او کوڅو کې اورم چې ماځيګري لکه اختر تېريږي. کله په بام د رنګونو باران اوري، کله په کوڅو کې د سور خمار نه ډکي سترګي د دلبرو وي، ځوانان د ژوند په ځانګو کې ځانګي، د ژوند سندري وائي. که دا کوڅې داسي وداني شي نو موږ به په کومه خاوره کې رغړو؟ زموږ رامبوړي به څوک واوري؟ دا کوڅې بايد وراني شي، د رنګونو د باران په ځای سرې سکروټي و اوروی.
نور خره: امير صېب، که څه هم اوس نه ګودر شته نه د بنګړو شور، نه چنار، نه جوړه جوړه ياران، ډير ګلان شته، نه زړونه د ميني په اور ستي، خو موږ به چې څه پاتې دي، دا هم وران کړو.
خرختاخر: ما اورېدلي چې خلګ په حجرو کې رباب غږوي، ماشومان ښوونځيو ته ځي، پېغلي پوهنتون ته ځي، کتابتون ودان دی، تر سر تېر د ژوند ليوني ملګري سياسي خپلواکي غواړي، پښتانه په زخمي لپو کې اوبه راوړي، نړېدلي کورونه جوړوي. دا هرڅه بايد فنا شي.
نورخره: امير صېب، تاسو ته چا سم راپور نه دی درکړی. موږ داسي هيڅ نه دي پرې ايښي. خو ځو ورپسې، که مې چرته بڅری د ژوند وليد نو وژنو به يې.

په پای کې د شوریٰ وګړو د خرتوب د لا بريا لپاره دعاګاني وکړې. او انسانانو ته يې ګواښ وکړ چې لا دي خره شي، لا دي واښه شي، لا دي جنګ ته تيار شي.