fbpx
ساهو برلاس مقالې

“علم کور په کور غواړو” د پښتونخوا د لوستونکو سازمان تعليمي کمپاين

لیکوال ساهو برلاس
په محکوم افغان وطن کې له ۱۵م فروري څخه په کليو کوڅو کې ماشومان راوتلي، په بلبلي ژبو نارې وهي چې “هر کوچنی په ښوونځي کې” غواړو.
پخوا به له دې شعار سره دوه نور شعارونه هم وو “په هر ښوونځي کې معلم او په هر کلي کې ښوونځی غواړو”. د پښتونخوا ملي اولسي ګوند، ايالتي مشر، عثمان خان په وينا “په سهيلي پښتونخوا کې ګوند په واک کې دی او دا د ګوند د وزيرانو ذمه واري جوړيږي چې “په هر کلي کې ښوونځی جوړ کړي او معلم ورته حاضر کړي”.
خپله ذمه واري منل او اولس ته ورښودل چې دا زما ذمه واري ده، که پوره نشوه د ګريوان نه مي نيسه، دومره د ستايني وړ دی چې د محکوم وطن په سياست کې کله هم بېلګه موندلی نشې.
په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان د ورځپاڼي Express Tribune په وينا، په کليو کې په سل کې ۶۴ کيشنيان ښوونځي ته نه ځي. لا ترهګر ورپسې دي چې څه سکولان پاتې دي وران يې کړي. چارواکې ښې خبري کوي او ښه پلانونه يې مطرح کړي خو په عمل کې هيڅ ليده نشي. لويه ستونځه د ترهګرۍ ده. چې د خلګو بچي محفوظه نه وي نو ښوونځي ته به څنګه راځي؟
په بېلا بېلو ضلعو کې د لوستونکو د سازمان لخوا کمپاين پېل شوی، په ځينې ضلعو کې ترسره شوی، په ډېرو کې پاتې دی چې د مارچ تر ۱۶م نيټي پوري به دوام لري.
د وطن د مترقي، قام دوسته پښتنو څخه هيله ده چې دا ږغ تر هر کور پوري ورسوي، پخپله برخه پکښې واخلي، خلګ ورته راوبلي، کيشنيان په لاريون کې شريک کړي. دا به کيشنيانو ته نه يواځې دا چې د تعليم اړتيا ورپه ګوته کړي ورسره به يې د يو داسي ټولني په جوړولو بوخت کړي چې د دوی انرژي په مثبت کارونو، د خپل حق په غوښتلو، په ښه کارونو کې د يو بل په مرستي و لګوي.
هم دا د ګل غوندي ماشومان به د دې وطن د سپرلي استعاره ګرځي.