fbpx
ساهو برلاس مقالې

د کلتور وژنه

لیکوال ساهو برلاس
دا ليکنه د ډاکټر مبارک علي “Cultural Carnage” تر اغېز لاندي ليکل شوې.

دښمن کله هم په دې نه بس کوي چې پوځ ته يې د جنګ په ميدان کې ماته ورکړه. دوی د نيول شوي قام / اولس کلتور هم ختم کړي. دوی وېريږي چې زوړ کلتور پخپله غېږ کې داسي پانګه لري چې د مقاومت روحيه ژوندۍ ساتي. هر کلتور و قام ته يو ځانګړې وياړ ورپه برخه کوي چې د نيواکګرو لپاره دا وياړ ختمول تر ټولو اړين وي. کوم قام چې په خپل کلتور نازيږي نه هغه د يو بل جارح او تېری کونکي کلتور په ضد دريدی هم نشي. خو دلته بايد په پام کې و ساتو کوم کلتور چې په ځان کې د بدلون لپاره ځای نه پرېږدي هغه د قام د وروستې پاتې کېدو علامت وګرځي او بيا يو بل زورور، بدلون ته چمتو کلتور ورباندي برلاسی شي.
د کلتور د ختمولو لپاره ښکېلاکګر د نيول شوي قام د علم سرچيني ختم کړي. لکه کتابتون، د پښتنو حجره، ښوونځی.
دوی په دې هم پوهـ وي چې يواځي په دې کار نه کيږي چې د علم د سرچينې ځايونه ختم کړي، څله چې خلګ يې بيا ژوندي کولو ته هڅيږي. دوی د هغو په متبادل کې داسي ادارې جوړي کړي چې د نيواکګرو و کلتور او شومو موخو ته پرمختګ ورکړي. لکه په پاکستان کې سکول، کالج، يونيورسټي، رسنۍ.
د دې ټول عمل حتمي پايله دا وي چې قام له خپل تاريخ څخه ليري کړي. تاريخ تکرارول، ليکل، لوستل او ياد ساتل داسي بې بره عمل نه دی. تاريخ د قام حافظه وي. چې د چا حافظه نه وي لکه د شېزوفرينا رنځور. نه يې خپله پېژندګلوي وي، نه منزل، نه مزل، نه د مزل تابيا.
تاريخ و انسان ته داسي باور ورکوي چې د راتلونکي لپاره په وياړ او ستر باور کار کوي. دوی د راتلونکي د لار ټاکنه پخپل عقل او د خپلو موټو په زور کوي. دا و داسي حيرانونکي پرمختګ ته لار هواروي چې انساني عقل ورته حيرانيږي. که دا باور، چې د تاريخ په ياد ساتلو د انسان زړه ته راځي، نه وي نو قامونه تل د بل په انتظار وي چې راشي او د دوی ستونځي حل کړي.