fbpx
ساهو برلاس مقالې

بدلون حتمي دی

لیکوال ساهو برلاس
پوهان وائي چې انساني دماغ په وړو ګامونو وده (ارتقا) نه ده کړې. ټوپونه يې وهلي دي. لکه د خځنده Reptile له دماغ څخه د څاروي Mammal دماغ ته او بيا يو منطقي Rationale دماغ ته وده.
انساني ټولنه هم داسي ټوپ ووهي چې په ټولنيز سائنس کې ورته انقلاب وائي. لکه د مرئيتوب له وخت څخه د کرهڼي/ جاګيرداري دورې ته او بيا صنعتي دورې ته وده.
انقلابونه د خلګو په خوښه نه، د مادي حالاتو د بدلون سره مخې ته راځي. باسواده او باشعوره اولسونه لا وګړي پکښې د Catalyst رول لوبوي.
زموږ ټولنه تر اوسه د جاګيرداري دورې ته هم نه ده رسېدلې. نيمه قبائلي، نيمه جاګيرداري او نيمه پونده ده.
د انقلاب راوستلو لپاره د ټولني جوړښت په پام کې ساتل دومره اړين دی لکه پخپله انقلاب. که څوک د ټولني د بدلون هڅه کوي نو بايد چې په پام کې وساتي چې ټولنه له کومي دورې څخه تېريږي او کومي ته روانه ده.
د انقلابونو دا تاريخ و موږ ته باور راکوي چې هر نوی وخت تر پخواني ښه وي لکه د مرئيتوب څخه د جاګيرداري او بيا له جاګيرداري څخه صنعتي دوره ډېر پرمختللې او د انسان د صلاحيتونو د ودي لپاره ډېر ښه وه. هم داسي انساني دماغ چې د پخواني حالت څخه نوي حالت ته اوښتی هومره ښه شوی دی.
د بدلون دا قانون د ارتجاع نه دی خوښ. دوی هڅه کوي چې د تاريخ دا بهير په شا و تمبوي. خو دوی هېر کړي چې لکه څنګه چې فطرت پخپلو اصولو کې بې رحمه دی هم داسي انساني ټولنه ده. رجعت خوښونکي کله هم په دې نه دي بريالي شوي چې تاريخي عمل په شا روان کړي. دوی يواځي دا عمل څوکه کولی شي.
هم دا فکر موږ هڅوي چې د نوي ټولني د بدلون په پروسه کې مرسته وکړو. نور خو بدلون راتلونکی دی. د چا په درولو دريږي نه.