fbpx
ساهو برلاس مقالې

څو خبري بايد ولې ډېري تکرار شي؟

لیکوال ساهو برلاس
پښتانه (چې اوس په پاکستان کې راښکېل دي) يو ځانګړی فکر لري. دا فکر په يو کال دوه کې نه دی جوړ شوی. د پاکستان نصاب، رسنۍ او نوري ټولنيزي ادارې دي چې په تېرو شپږ لسيزو کې دا فکر جوړ کړ او يو نسل بل نسل ته و سپارلی تر دې چې اوس د پښتون دا پاکستانی فکر د لاشعور برخه ګرځېدلی دی.
پښتانه هم هغه تاريخ رښتيا بولي چې د دروغو په کتابونو (مطالعه پاکستان) کې ورښودل شوی. هر کافر د مرګ حقداره ګڼي، هر کافر د اسلام دښمن بولي. د پښتنو اتلان غداران او غداران اتلان ګڼي. خپلي شتمنۍ يې پنجاب ته وربخښلي او تش په توره پرمختګ غواړي.
د دې فکر د بدلولو لپاره، يو متبادل تاريخ، په هم دې شدت سره، په سائنسي فکر، د تاريخي اسنادو سره بايد دومره تکرار شي چې پښتون خپل اصل ته راستون شي.