fbpx
مقالې

د خوشال خان خټک د نیشن سټیټ ځانګړې نظریه اود پښتون وحدت خوب’

لیکوال اودلئ ارین
دا پښتون یو والې د دښمن ماته ده’. دا خبر چی وړوکی وم ډیره می اورېدلې وه..او نن هم لا ځئ په ځئ اورم. خو دا خبر له نن ځخه درې نیم سوه کالا مخکې خوښال خان خټک څه په داسی انداز کړې وه.
” درست پښتون له کندھاره تر اټکه…… سرا یو دا ننګ په کار پټ او اښکار” په دی شعر کې خوشال خان بابا نا صرف د پښتنو د یوالۍ (یونیفیکشن) کرې (پیغام) لری بلکه د پښتانه د وطن پولې هم را ښکاره کړی دی. یعنی خوشال بابا دومره ځیرک انسان وو چی په شپاړسم پیړي کې د ‘نیشن اسټیټ تھیوری وړاندې کړې وه. یعنی په خپله خاوره او وسائلو باندی به پښتنو ته د حکمرانی کولو حق وی، دا هغه زمانه ده څه وخت چی یورپ او د نړی نور قامونه هم له پخپلو کې سرا لاس او ګریوان و او د نیشن اسټیټس په نظریه له سټ خبر نوو. خوشال بابا په خپله وائي چی مه به د مغلو نوکری ښه په ایمانداری سرا کوله. د مغلو د پاره می خپل خلګ ووژل، خو.. بیا ھم دا ایمانداری اور دا خذمت زا مغل نه کم. له مغل بادشاه اورنګزیب سرا د تعلقات خرابیدو پس اورنګزیب خوشال بابا لاس کاله زندان ته واچوو او چی کم وخت خوشی کو نو خوشال په دوست او په دښمن سرئ خلاس شوې وو.
که څه هم اورنګزیب باچا او د هغه ملګرو په څو واره خوشال بابا تا بیرته د روغې او د هغه ته مغلی دربار کی د لوړو څوکیو پیشکشونه وکو. خو۰۰۰ خوشال دا ټول رد کو او په دې پوھ سو چی ځما او ځما د قام عزت د بل په دربا پهر او بادشاهی کې نه بلکه د پشتانه قام په یو والی او خپل واک او اختیار کې ده.
او بیا دا وو چی خوشال د مغل دربار په ځئ د پښتنو کوڅو پُر لور روان سو او په پښتنو مشرانو ئي چیغه وکه. کور په کور کلی په کلی او کوڅه په کوڅه پښتنو له ورغئاو چیغه په واکه چی راځی چی سرا یو سو او د مغل خلاف مبارزه وکو. و داو د پښتنو دغه ننګیال افغان پښتانه بیلا بیل قبائل سرا یو لښکر کو او د مغل مخ يې ور تور کو، په ۱۶۷۲کې د مومندو، ساپو، شنوارو، خټک او داسی نورو قبیلو په مرسته په خیبر پاس په علاقه کی د مغل د پوځ ۴۰۰۰۰ کسان مردار کړو سی په هغه کې صرف څلور کسان ژوندی په تیخته کې بریالی شوي وو. او لدی پس د مغل د امپراتوری ستوری د پښتانه په وطن کې په ځووړ پیل وکو او بیا کله هم نسو ځلاند. ” د همت په بال و پر سړی الوځی…….. مرغه پورته الوتکه په وزر

که څه هم هغه وخت نورو پښتنو لکه ایمل خان مومند او دریا خان اپریدی د پښتانه د خپلواکي او د پښتنو د یوالی د پاره خپله توده مبارزه د خوشال بابا سنګ په سنګ وکه او تر ډیر حده کامران سو ، او خوشال سی څه وخت بوډه سو نو په زړه کی هم بس دغه ارمان وه او وائ “که توفیق د اتفاق پښتانه مومی… په دې یوا خبر به ځوړ خوشال سی ځوان”. خوشال خان بابا د پښتانه د غلامی ځخه د خلاسون یواځینی لار توده مباره ګرزولې وه او تر اخری ورځې پورې هم په دی خبر ولاړ وه ځکه څه وخت چی هغه مړ شو….. نو څو شپې ورځې پس چی خلګو د خوشال لاښ و مندی نو د خوشال د مړئ سرا سرا د هغه توره او د اس زین هم پرتا وو. خوشال خان بابا پښتنو ته تر خپل منزله درسیدو لاره ھم ښودلیده. ” او وائي پښتانه که نور څه فکر کی ناپوھ دی…….بے د توری خلاصۍنشته په بل کار”.
که څه هم پښتنو لکه شیرشاه سوری، خلجیانو او لودھیانو تر یو څل پینځوسو(۱۵۰) کلو زیاته په هند باچاهی وکه خو، خو دا باچاهی یا خو د بل په
خاوره وه اویا په پر پردی اولس وه. او یا بیا د مغلو او یا دایرانیانو په مټو .د پښتانه قام په ګټو ناسوه. د خوشال خان بابا د نیشن اسټیټ دغه نظریه د هغه ددې دنیا جامے بدلو سرا سرا نسوا مړه بلکه د هغه وخت ویښو پښتنو په بار بار د پښتانه د یوالې او د خپلواکی مبارزې ولړیو ته دوام ورکړی. او دا وو سی په ۱۹۰۹ کې د میر وائس نیکه په مشرئ کې د کندھار پښتانه سرالښکر سو او د کندھار ګورنر ګورګین مړ کو او په کندھار کی د پارس(ایران) غلامی ته نا صرف لته ورکه بلکه دوه ځل یې د هغه وخت طاقتور ایران ته ماته ورکه. او بل اخر د خوشال خان خټک د نیشن اسټیټ د نظریې په رڼا کې د پښتنو خپلواک ھیواد میر وائس نیکه اعلان څه پداسی تاریخی تورو(ټکو) کې وکو ” که پتاسو کې څوک داسی شته چی هغه د خدائۍ تعلی او د ھیواد والو پښتنو په مرسته اخستل شوې دغې قیمتی ازادی و خپلواکی ځخه خوند اخستل نغواړی، نو هغه کس ته اجازه ده چی ددې ھیواد د پولو (فرنټیر) ځخه د دباندی ووزی.” و داسی د میر وائس نیکه د مرګه پس د هغه زوئ د پښتانه وطن فرنټیر د پښتنو په مټو د ایران تر اسفھانه غځوالې وو.
.
نادر شاه افشار چی د ایران بادشاه وو، د هغه د مرګ پس یووار بیا په ۱۷۴۷ کې د خوشال خان خټک د دې نظریه په رڼا کې پښتانه پاڅون کوي او کندھار ته احمد شاه ابدالی له څلور زرا شملورو پښتنو سرا راځی، ھلته د ټولو قبايلو مشرانو سرا جرګه کیږي او د ‘نهه’ شپو ورځو پس احمد شاه باچا ټاکۍ. او بیا دا وو چی احمد شاه پښتانه سرا لښکر کوي او یو وار بیا د نیشن اسټیټ شروعات له غزنی ځخه پیل وی او کابل ته په فتوحاتو رسی. او بیا دا وه چی ټول لر او بر وطن کې پښتانه افغانان سرا را یو ځئ کو او د موجوده افغانستان په شکل کې د خوشال خان هغه نیمګړی ارمان یعنی د پشتانه قام دپاره د نیشن سټیټ بنسټ کیږدل سو.

که څه هم د خوشال خان خټک ارمان د افغانستان د جوړیدو پس پوره شو، خو،،، د وخت جبروو،،،، د استعمار او استثمار عیاری، چالاکی او د هغه وخت د پښتنو بے اتفاقی و سیاسی نوپوهی نا صرف دا سی د پښتانه امپراتوری، خپلواکی او حکمرانی دلاسه ووته بلکه پښتون وطن تر نن پورې په لر و بر او بیا په پاکستان کې دننا په څلورو برخو وویښل سو. که څه هم د دې غلامی په زد او د پښتانه د یوالی د پاره ځینو پښتنو لکه مرزا علی خان المعروف فقیر اف ایپی، حاجی صاب اف ترمزی او کاکا صنوبر حُسین مومند غوندی پښتنو توده مبارزه د انګریز استعمار خلاف شروع که. فقیر اف ایپی په تاريخ کې په اول ځل د پښتونستان بیرغ په وزیرستان کې په خپل علاقه کاڼی ګرم کې رپولیې وه..او دا رنګه د خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان او خان عبدالصمد خان اڅکزئ المعروف خان ښھيد په مشری کې په لھکونو پښتنو د قامی وحدت د پاره سیاسی مبارزې پیل کړې . اوهغو به خلګو ته سیاسی شعور ورکو او د قام ځلمیان بې را پارول. او ‘خپل قام خپله پارټی’ او ‘خپله خاوره خپل اختیار’ غوندې ټاریخی نعرو له لارې د پښتانه د وحدت او اتفاق د پاره نا صرف خپل ټول عمر دغو مشرانو په جیلونو کې تیر کو بلکه د اورنګ او د فرنګ هغه ننې رنګ خان عبدالصمد خان اڅکزئ په بمونو والوځوالو او باچا خان غوندې لیډر د استعمار د ظلم د لاسه اعلان وکو چی هغه به په ازاد وطن افغانستان کې ښښوۍ. او.بیاهم داسی وسو….
پوھاند او انقلابی سياسی مبارز ارواښاد سائین کمال خان شیرانی به ویل، چی یونانیان وائی د خپلواکی ناوې ته یواځی هغه څوک رسیدلائ شی څوک چی دوینو په سیند کی هغې (ناوې) ته په لامبو ورسی . شیرانئ بابا وائۍ چی که اوس موږ چیری د هغو وینو ټکل وکړو، چی له مودو زموږ میړنو پښتنو پر خپله خاورې توې کړې او خپل ننګیالی سرونه ئې ترې جار کړې دۍ ….نو تپوس ځښته پلټنه او سیړنه غواړي چی د دومره ډیره سر ښندنه او دا دومره ډیره وینه زموږ د خپلواکی د ناوې ‘ولور’ ولې نسو. ځما په اند دا سیړنه و ویښ ځوانانو ته ګوری ولې چی دا ځوانان نه صرف د اولس مغزه دی اود نوې انقلابی زمانې چی کومې علمی رڼاګانې هغو موندلې دی هغه و خپل و اولس او قام ته په اسانه وراسه (وینا) کی ورورسوی،او قام ته دا ور ښکاره کي چی نن د پښتانه د درپدری، غلامی، او د قامی وحدت د نیست هغه بنیادی وجوهات څه دی. او سنګه کیدې شی چی د خوشال خان خټک د ‘نیشن اسټیټ او پښتون وحدت خوب’ یو وار بیا را ژوندئ شی.د خوشال خان د خپلواکې ناوې چی له تر ووسه بې پړونۍ ناسته ده ،څنګه اوڅوک بې پړونی ور پُرسرکی۰
او دا هم په ویښ ځوانانو پورې اړه لری چی دا وجوهات معلوم کی چی د پښتانه د نیشنلزم د رائز اینډ فال بنیادی وجوهات څه دی ؟؟؟
. .
ازادی تر بادشاهیئ له تیرے کا…..چی دبل تر حکم لاندې شی زندان شی..
اودلئ ارین واشنګټن ډی سی..