fbpx
سالار یوسفزی مقالې

پښتونستان

که څه هم پښتونستان نوم دهندوستان داذادئ اووېش په وخت کښې مینځ ته راغے خودانوم دچترال نه واخله تربولانه اودامونه نیولې تراباسینه دسترپښتون قوم دسترټاټوبی اصلی مناسب اوصحیح نوم دے یعنې دپښتنووطن.که څه هم افغانستان دانوم اوددې نوم په مناسبت دپښتونستان ورځ نمانځي.خوهغه کله هم دې نوم دپښتنودې قومی یووالی ته مخلص نه دے پاتې شوے اوداخاوره په اوږودوالی دچیرال نه واخله سره دبلوچستانه اوپه پلنوالی دخېبرنه ترکشمیرپورې سره دکشمیررالنډوي.پښتونستان په افغانستان کښې میشته د۳۵ میلینه اوپه پاکستان کښې دمیشته ۴۱ میلینه سره دتش په نامه داذادوایجنسیانودمیشته پښتنودوطن نوم دے.چې دواړه طرف ته میشته پښتانه دپښتونستان په نامه یوقومی وحدت اوخپلواکه اذادوطن ته اړتیا لري.بل هرنوم،هرسوچ اوفکربې دپښتونستانه دچترال نه واخله تربولان پورې اودامونه نیولې تراباسین پورې دپښتنوپه حقوقو،خپل واکۍ اوقومی وحدت ډاکه اچول دي.اودپښتنوسره دتربګنئ تصوروړاندې کول دي.ددوي قامی وحدت اوخپل واک وطن ته دتګ په لاره کښې خڼ جوړېدل دي.
دافغانستان غېرپښتانه قومونه هم دپښتنوقومی یووالی ته په درنه سترګه نه ګوری.اوکه څه هم پښتانه هلته په اکثریت کښې دي اوهم په اقتدارکښې خودوی هریو همیشه دخپل اقتداربچ ساتلواوغېرپښتنوافغانانودزړونوساتلوهسې کوي.درۍ ژبې ته ارزښت ورکوي په پښتوژبه خبرې خوند نه ورکوي اویا دویرې یې نه وائي،اوکه چرته هم پښتووائي نواګیربګیربه چاپېره ګوری لکه چې چرې ډېرسپک اوبدکارکوي،که دیوعام پښتون سره دوه پېسې راشی یا سرکاری عهده په لاس ورشی هغه دقمیس پرتوګ په ځائے ځان له اوخپلوکوروالوله دپېنټ شرټ انتخاب کوي په درۍ کښې خبرې کوی اوبیا ورته ځان په پښتووئیلوبدښکاری.اوکټ مټ دغه حال په پېښوراوهزاره ايبټ ابادکښې هم لیدلے کیږی.دافغانستان غېرپښتانه افغانان دپښتنوقومی وحدت ته چرته هم سرلوړی اومخلص نه دی پاتې شوی.اوهغوي تحفظات لري که ټول پښتانه متحدشی نودهغوی سیاسی ګټې به دتاوان سره مخ شي.په قومی حواله هسې هم په اقلیت کښې دي بېخی به دګوتودشماراوبې طاقته شی.اوهم دغه اصلی وجه ده چې دافغانستان له لوری دپښتونستان نعره یوه نعره پاتې شوې ده دعملی جامی اغوستولوضرورت یې مهم نه دے کڼلے شوے.که دغه دبل دزړه ساتنې کړۍ دغسې مخ په وړاندې روانه پاتې شی نوکېدے شی دانعره هم چرته دګونګی ژبه شی.که دافغانسان پښتانه دانشوروپوښتلے شی چې صېبه په افغانستان کښې دپښتنواوغېرپښتنوافغانانوترمینځ څه فکرکوئ دپښتنودقومی وحدت په زمره کښې دهغوي دحقوقواوجغرافیائي
وېش په باره کښې دې څه خیال دے؟ ډېرپه ډاګه اوسپینووچوسترګووائي په ملک کښې څوک ملک نه جوړوي،مونږدغېرپښتنوافغانانوسره ژورې تاریخی رشتې لرویعنې هغوي ته افغانستان یو دولت ښکاری خوپاکستان نه،هغوي ته دافغانستان دپښتون تاجک رشته په نظرراځي خودپاکستان دپښتون اوپنجابی رشته په نظرنه راځي،اودغه حال دپاکستان دپښتنودے چې هغوی ته لکه دافغانانودپاکستانی قومیت فکر،سوچ اواحساس شته خودپښتون قام قومی سوچ دخپلومزغونه بېرته ساتي.اوهم داهغه عوامل دي چې دپښتنودقومی وحدت اوپښتونستان دجوړېدوپه لاره کښې نه سرکېدونکی خنډان دي.
پسې بيا